د پوهنې وزارت خبرتیا (د قرارداد ورکولو د پرېکړې په اړه)
پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د ياد وزارت د مرکزي دفترونو تودولو په موخه، د ژمنیو سوځېدونکو موادو (مایع ګاز) د برابرولو او پېرلو پروژه، د لږ تر لږه ۵۰ زره کیلوګرامه او تر ډېره د ۸۰ زره کیلوګرامه مایع ګاز په اندازه، د کابل ښار د بهارستان سیمې مېشت احمد میلاد رومان لمیټډ شرکت ته ورکړي.
د یادې پروژې ټولیزه بیه د لږ تر لږه مقدار لپاره ۳ میلیونه او ۳۹۵ زره افغانۍ او د تر ډېره مقدار لپاره ۵ میلیونه او ۴۳۲ زره افغانۍ ټاکل شوې ده.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل شکایتونه د دغې خبرتیا د خپرېدو له نېټې څخه د پنځو (۵) تقویمي ورځو په ترڅ کې، له اړوندو دلایلو سره په لیکلې بڼه د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته وسپاري.
پته: د کابل ښار، ده افغانان سيمه، محمدجان خان واټ، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست;
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک او عقد په معنا نه ده؛ تر هغو چې پورته یاد شوی مهلت بشپړ او ورپسې قانوني پړاوونه طی نه شي، قرارداد به نه منعقد کېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
