د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۲
4

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه نېټه د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د لړم میاشتې په ۶مه نېټه پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایلوبه کې د میربچه‌خان نمبر ٢ لېسې لوبډلې د ګذر هلکانو لېسې لوبډلې ته د ۶ پر ۱ پایلې ورکولو سره ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو د پاى په مراسمو کې د کابل ولایت پوهنې مسوولینو، د ښوونځیو د استازو، آمرینو او استادانو له لوري ګټونکو لوبډلو او غوره لوبغاړو ته د اتلولۍ جامونه، مډالونه، ستاینلیکونه او سپورټي ډالۍ ووېشل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۶
Background image

د غور ولایت په یوه ښوونځي کې د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غور ولایت د تیورې ولسوالۍ کجي لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د سیمې معارف دوستو اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۲۵۰ زره افغانیو په لګښت د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
یاده ودانۍ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونیزو بنسټونو اداري کارکوونکو لپاره روزنیزه برنامه جوړه شوه

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ریاست له لوري د پکتیکا ولایت ارګون ولسوالۍ اړوند ښوونیزو بنسټونو د ۶۰ تنو اداري کارکوونکو او مسوولینو لپاره د پلان جوړونې، راپور ورکولو، کاري پلانونو د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۴۲
Background image

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د ښوونځیو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کابل ولایت د میربچه‌کوټ ولسوالۍ د څلورو لېسو ترمنځ د خزاني فوټسال سیالۍ، چې د روان کال د تلې میاشتې په ۳مه نېټه د پوهنې وزارت د بدني روزنې آمریت په همکارۍ پیل شوې وې، د لړم میاشتې په. . .

BACK TO NEWS