په غور کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۳:۲۹
256156

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوند تحت غلمین لېسې نوې ودانۍ د پوهنې مسوولینو، قومي مشرانو او یو شمېر سیمه‌ییزو اوسېدونکو په ګډون، د یوې غونډې په ترڅ کې افتتاح او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
یاده ودانۍ د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ۴۰۶ زره امریکایي ډالرو په لګښت، د شپږو میاشتو په موده کې بشپړه شوې ده، چې په جوړېدو سره یې د سیمې زده‌کوونکو ته د زده‌کړو لپاره مناسب، خوندي او معیاري چاپېریال برابر شوی دی.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۱۰
Background image

په کندوز کې د یوې مدرسې الحاقیه پرانیستل شوه

د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند جامعه فاروقیه مدرسې الحاقیه د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعل‌جان راشد په حضور کې پرانیستل شوه.
د پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې د علم او. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۷
Background image

په بامیان ولایت کې یو شمېر ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړولو برنامه جوړه شوه

په بامیان ولایت کې ۱۸۰ تنو آمرینو، مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د «اغېزناکې ښوونې او زده‌کړې ترویج، د تنویرالافکار او پلان جوړونه» تر سرلیک لاندې اته ورځنۍ روزنیزه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۵:۴
Background image

په کندهار کې د مدارسو علماءکرامو لپاره ښوونیزه برنامه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو له لوري، د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ د مدارسو علماءکرامو او مدرسینو لپاره د ازموینو د کړنلارې، د پوښتنپاڼو د ترتیب، د نتایجو د تنظیم او یو. . .

BACK TO NEWS