په کندهار کې د مدارسو علماءکرامو لپاره ښوونیزه برنامه جوړه شوه
د پوهنې وزارت د ښوونکو د مسلکي پراختیا غړو له لوري، د کندهار ولایت ارغستان ولسوالۍ د مدارسو علماءکرامو او مدرسینو لپاره د ازموینو د کړنلارې، د پوښتنپاڼو د ترتیب، د نتایجو د تنظیم او یو شمېر نورو ښوونیزو او اداري موضوعاتو په اړه روزنیزه برنامه جوړه شوه.
