په کندوز کې د یوې مدرسې الحاقیه پرانیستل شوه
د کندوز ولایت چهاردرې ولسوالۍ اړوند جامعه فاروقیه مدرسې الحاقیه د یاد ولایت د پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي لعلجان راشد په حضور کې پرانیستل شوه.
د پوهنې رئیس په خپلو خبرو کې د علم او پوهې پر ارزښت، د اسلامي او ساینسي علومو د زدهکړې پر اهمیت او د ټولنې په اصلاح، پرمختګ او روښانتیا کې د ښوونیزو بنسټونو پر مهم رول هر اړخیزې خبرې وکړې.
