په کونړ ولایت کې د زده‌کوونکو د شهادت او ټپي کېدو په اړه د پوهنې وزارت د خواشینۍ پیغام

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۹:۳۵
5262

بسم الله الرحمن الرحیم

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن سهار د کونړ ولایت مرکز اړوند د «اندیرسیر» سیمې د شګۍ منځني ښوونځي ته څېرمه په یوه کور کې چاودنه شوې ده.
د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې د ښوونځي ۷ تنه زده‌کوونکي شهیدان شوي او شاوخوا ۹۹ نور ټپیان دي.
د لومړنیو پلټنو له مخې، چاودنه د کان‌کیندنې شرکتونو د چاودېدونکو توکو په یوه ډیپو کې شوې ده. د پېښې د څرنګوالي او نورو اړوندو جزئیاتو په اړه پلټنې لا هم روانې دي.
د پوهنې وزارت د شهیدانو له والدینو، د کورنیو له نورو غړو، ښوونکو او ټولګیوالو سره په دې درانه غم کې ځان شریک ګڼي او ټولو ته د زړه له تله تسلیت او خواخوږي وړاندې کوي. له لوی رب تعالی څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، غمجنو کورنیو ته صبر جمیل او ټولو ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا غوښتنه کوو.
د پوهنې وزارت به د کونړ د پوهنې ریاست له لارې د ټپي زده‌کوونکو د درملنې په برخه کې له روغتیايي ادارو سره همکاري وکړي، د اغېزمنو کورنیو اړتیاوې به له نږدې وڅاري او د زده‌کوونکو د زده‌کړو د خوندي دوام په موخه به له ښوونکو او د سیمې له مسئولینو سره په ګډه لازم اقدامات ترسره کړي.

د پوهنې وزارت له کان‌کیندونکو شرکتونو او اړوندو مسئولینو څخه په ټینګار غوښتنه کوي چې د ښوونځیو او استوګنیزو سیمو په شاوخوا کې د چاودېدونکو توکو له زېرمه کولو ډډه وکړي او د خلکو، په ځانګړي ډول د ماشومانو او زده‌کوونکو د ژوند خوندیتوب ته جدي پاملرنه وکړي. همدارنګه، له ټولو هېوادوالو هیله کېږي چې د ورته خطرونو په اړه د معلوماتو ترلاسه کولو په صورت کې، سمدستي اړوندو مسئولینو ته خبر ورکړي، څو د احتمالي پېښو مخنیوی وشي.

د پوهنې وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د ښاغلو طلابو د ثانويه او مافوق‌ ثانويه سویې د تثبیت په اړه)

هغو درنو طلابو ته چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له لارې یې د ثانويه او مافوق ثانویه سویې د تثبیت په ازموینه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۹:۳۸
Background image

په هرات  کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي ودې په برخه کې درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه

د دندو د لایحې، پلان او راپور ورکولو، د ټولنیزې ونډې د پیاوړتیا، د والدینو او ښوونکو د ټولنو د رول، د ښوونیز کیفیت ښه‌والي او د مسوولیت‌پذیرۍ کچې لوړولو په موخه، د هرات، فراه، نیمروز،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۹:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د زده‌کوونکو د شهادت او ټپي کېدو په اړه د پوهنې وزارت د خواشینۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن سهار د کونړ ولایت مرکز اړوند د «اندیرسیر» سیمې د شګۍ منځني ښوونځي ته. . .

BACK TO NEWS