د پوهنې وزارت خبرتیا

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۷
dsfs

(د ښاغلو طلابو د ثانويه او مافوق‌ ثانويه سویې د تثبیت په اړه)

هغو درنو طلابو ته چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له لارې یې د ثانويه او مافوق ثانویه سویې د تثبیت په ازموینه کې نوم‌لیکنه کړې ده، خبر ورکول کېږي، چې د ازموینې کارت ترلاسه کولو او د بایومټریک معلوماتو ثبت په موخه، د ۱۴۰۵ لمریز کال د لیندۍ/قوس میاشتې په ۱۲مه نېټه، پنجشنبې ورځ، چې د ۱۴۴۸ هـ.ق کال د جمادي‌الثاني میاشتې له ۲۲مې نېټې سره سمون لري، د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو پورې، لاندې ټاکل شویو ځایونو ته مراجعه وکړي:
۱-  د کابل، لوګر او کاپیسا ولایتونوطلاب دې کابل پوهنتون ته مراجعه وکړي.
۲- د ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو طلاب دې ننګرهار پوهنتون ته مراجعه وکړي.
۳- د هلمند او کندهار ولایتونو طلاب دې هلمند پوهنتون ته مراجعه وکړي.
۴- د سمنګان او بغلان ولایتونو طلاب دې سمنګان پوهنتون ته مراجعه وکړي.
۵- د پکتیکا، هرات، بادغیس، بامیان، بدخشان، تخار، جوزجان، زابل، سرپل، غزني، فاریاب، فراه او نیمروز ولایتونو طلاب دې خپلو اړوندو ام/ارتي پوهنتونونو ته مراجعه وکړي.

یادونه: له ټولو درنو داوطلبانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي، چې د بایومټریک معلوماتو د ثبت او ازموینې په ورځ دې په ټاکلي وخت او ځای کې د خپلې اصلي پېژندپاڼې/ تذکرې سره حاضر شي.

د پوهنې وزارت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۱۴:۲۷
Background image

د پوهنې وزارت خبرتیا

(د ښاغلو طلابو د ثانويه او مافوق‌ ثانويه سویې د تثبیت په اړه)

هغو درنو طلابو ته چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له لارې یې د ثانويه او مافوق ثانویه سویې د تثبیت په ازموینه کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۹/۸ - ۹:۳۸
Background image

په هرات  کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي ودې په برخه کې درې ورځنۍ علمي برنامه پیل شوه

د دندو د لایحې، پلان او راپور ورکولو، د ټولنیزې ونډې د پیاوړتیا، د والدینو او ښوونکو د ټولنو د رول، د ښوونیز کیفیت ښه‌والي او د مسوولیت‌پذیرۍ کچې لوړولو په موخه، د هرات، فراه، نیمروز،. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۹:۳۵
Background image

په کونړ ولایت کې د زده‌کوونکو د شهادت او ټپي کېدو په اړه د پوهنې وزارت د خواشینۍ پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ

په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې نن سهار د کونړ ولایت مرکز اړوند د «اندیرسیر» سیمې د شګۍ منځني ښوونځي ته. . .

BACK TO NEWS