ارغنداب کې ۴ تړلي ښوونځي پرانیستل شول

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۲/۲۶ - ۱۱:۲۰
ارغنداب کې ۴ تړلي ښوونځي پرانیستل شول

 

د زابل  ولایت د پوهنې ریاست په هڅو او قومي مشرانو په هلو ځلو دا ځل د ارغنداب ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې ۴ بابه ښوونځي چي د امنیتی ستونزو له امله د څو کلونه راهیسی تړل شوي وه بیرته د زده کوونکو پرمخ خلاص شول او له دې وروسته به په رسمي ډول پکښي زده کوونکي د پوهنې ریاست چوکاټ کې زده کړې ترسره کړي.
پوهنې ریاست مسوولین وایی په دې ښوونځیو کې چې د ارغنداب ولسوالۍ په بیلابیلو سیمو کې بیرته پرانیستل شوې د خوازنګي، لنډۍ، موسی خیل او سلیمانځي په نوم ابتدایه ښوونځۍ شامل دي ، چې د سیمې ۳۰۰۰  تنو زده کوونکو ته د بیا زده کړو زمینه مساعده شوي او خپلې زده کړې به په ابتدایه شکل سره پیل کړې دي.
د زابل د پوهنې ریاست مسوولینو د یاد ښوونځيو پر فعالېدو خوښي څرګنده کړه او له اوسېدونکو یې غوښتنه وکړه، چې خپل ماشومان ښوونځي ته ولېږي.  

دسيمې او سېدونکو او قومي مشرانو دیاد ولایت د پوهنې ریاست ته د ښوونځیو د فعاله ساتلو ډاډ ورکړي او ژمنه یې وکړه، چې په دې برخه کې به هر ډول مرسته او همکاري کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS