افغانستان د یونسکو سازمان اجرایوي بورد (د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان) غړۍ شو

media-moe
شنبه ۱۳۹۸/۹/۲ - ۱۵:۵۷
افغانستان د یونسکو سازمان اجرایوي بورد (د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان) غړۍ شو

پوهنې وزارت_کابل: افغانستان د یونسکو بنسټ د څلویښتمې غونډې (د ملګرو ملتونو ښوونیز، علمي او کلتوري سازمان) په ټاکنو کې د یاد سازمان اجرایوي بورد غړیتوب د یوې څلورکلنې کاري دورې لپاره لاسته راوړ.
د یاد سازمان په څلویښتمې عمومي غونډه کې ۱۹۳ هیوادونو ګډون کړۍ وو او افغانستان وکولاې شول چې د پوهنې وزارت مشرتابه په هڅو، د یونسکو ملي کمسیون او په یونسکو بنسټ کې د افغانستان اسلامي جمهوریت دایمي استازیتوب غړو، د یوې ازادې سیالۍ په پروسه کې، د ۱۴۷ مثبتو رایو په لاسته راوړلو سره د یاد بنسټ د اجرایوي بورد غړیتوب تر لاسه کړ.
افغانستان د یاد بنسټ اجرایوي بورد غړیتوب ترلاسه کولو سره کولاې شي د یاد بنسټ د ډیرو مالي او تخنیکي مرستو څخه ګټه واخلي.
د یونسکو په څلویښتمه غونډه کې چې د نومبر میاشتې په دولسمه نیټه د فرانسې په پاریس ښار کې تر سره شوه د نړۍ ۱۹۳ هیوادونو استازو ګډون کړۍ وو او د (د ښوونیزو او روزنيزو، کلتوري، تکنالوژي او ساینسي پروګرامونو لپاره پالیسي جوړونې) موضوعاتو په تړاو یې بحث او خبرې اترې وکړې.
د یونسکو بنسټ اجرایوي بورد د یاد بنسټ د دارالانشا‌‌ء عمومي کنفرانس ترڅنګ، د یاد بنسټ په منشور کې یو له دریو اساسي ادارو څخه دۍ چې په کال کې لږ تر لږه دوه ځلې غونډې تر سره کوي او د یاد بنسټ په ټولو اجرایوي چارو باندې د څارونکي په ډول کارکوي.
پوهنې وزارت، د ملګرو ملتونو په ښوونیز، علمي او کلتوري بنسټ کې د پریکړو نیونې په کچه د افغانستان د رول پياوړي کولو او وده ورکولو په لاره کې دا لاسته راوړنه یو ستر ګام یاد کړ، او د بورد په غونډو کې د خپل ګډون او د هیواد ښه استازیتوب څخه یې ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده چې افغانستان په ۱۹۴۸ لمریز کال کې د یونسکو بنسټ غړۍ شو او یونسکو بنسټ په اوسني وخت کې د افغانستان پوهنې وزارت سره د نصاب اصلاح، ښوونیزې پلان جوړونې او د سواد زده کړې ټولګیو په جوړولو کې مرسته کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS