بامیان ولایت کې څه د پاسه ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمه ییزو زدهکړو اړوند ۲۳ بابه ټولګيو بیارغونه پیل شوه

په بامیان ولایت کې د سیمه ییزو زدهکړو اړوند ۲۳ بابه ټولګیو د ترمیم او ۱۵ بابه اړینو ملحقاتو جوړولو پروژه د ۶۱۰ زره ۹۲۹ افغانیو په لګښت، چې د ۹۰۰۰ ډالرو معادل دي، د یوې همکارې ادارې په مالي مرسته پیل شوه.
یاده پروژه چې د سیغان، شیبر ولسوالیو او مرکز په سیمو کې پلي کېږي، په ترڅ کې به یې د سیمه ییزو زده کړو زدهکونکو لپاره غوره او سالم ښوونیز چاپېریال رامنځته شي.
د پوهنې وزارت د هغو ادارو د مادي او معنوي ملاتړ ستاینه کوي، چې د پوهنې سره همکاري کوي.