بدخشان کې د علمي برنامو ترسره کېدل او د غوره زده‌کوونکو ستاینه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۹:۳۰
یبلسی

د علمي استعدادونو د پېژندنې، د زده‌کوونکو د هڅونې، نوښت او د هغوی د خلاقیتونو څخه د ملاتړ په موخه، د بدخشان ولایت په یوه ښوونځي کې دوه علمي برنامې جوړې شوې.
په دغو برنامو کې د ساینس او ریاضیاتو د مضمونونو د سیالیو پایلې اعلان او د زده‌کوونکو د نوښتونو او اختراعاتو نندارتون هم جوړ شو.
د پوهنې مسوولینو د پروګرامونو په پیل کې د علم او پوهې د ارزښت، د ساینس او ریاضیاتو د مضمونونو د اهمیت، د ټکنالوژۍ د رول او د نوښتونو د اغېز په اړه د ټولنې د ودې او پرمختګ په برخه کې خپلې نظریې او لیدلوري شریک کړل.
په پای کې غوره زده‌کوونکو ته د هڅونې په موخه ستاینلیکونه او ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS