بدخشان کې د یوه ښوونځي لپاره د دوو اداري خونو بنسټ ډبره کېښودل شوه
د بدخشان ولایت جرم ولسوالۍ اړوند حقنظر لومړني ښوونځي لپاره د دوو نویو اداري خونو جوړولو چارې د بنسټ ډبرې په اېښودلو سره پیل شوې.
دغه اداري خونې پر دوه جریبه وقف شوې ځمکه جوړېږي، چې د پوهنې مسوولینو او د سیمې د مشرانو په حضور کې یې د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د پوهنې مسوولینو د ښوونې او روزنې پر ارزښت ټینګار وکړ او د سیمې له اوسېدونکو څخه یې د ځمکې د وقف او د یادو خونو جوړولو په برخه کې د همکارۍ له امله مننه او قدرداني وکړه.
