بستونه اعلان

Amiri-admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۲:۱۲
لوکو

Publish Date

Closing Date

Location

Kabul Afghanistan

خبرتیا

د ټولییزې او ازادې سیالۍ له لارې د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري( پنځم او شپږم) بستونه اعلان ته سپارل

د پوهنې وزرات له اساسي موخو او له مهمو دندو  څخه یوه داده، چې ټولو افغان ماشومانو ته د لوړ کیفیت لرونکي تعلیمي او ښوونیزو خدمتونه وړاندې کړي، په ټول هېواد کې د ښوونځیو درسونه فعاله وساتي او په لېرې پرتو او وروسته پاتې سیمو کې زدهکوونکو ته د زده کړو او تعلیم زمینه برابره کړي، په همدې موخه، په ښوونځیو کې د ښوونکو او اداري کادرونو شتون ،د ټاکل شویو شرایطو او معیارونو سره سم، د دې ماموریت په تحقق کې یوه کلیدي برخه جوړوي. د دې اصل په پام کې نیولو سره، پوهنې وزرات تصمیم لري، چې د ازموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، دازادې سیالۍ له لارې خپل 8165  (ښوونکو او پنځم او شپږم اداري ) بستونه د عمومي زده کړو ښونځیو او د سواد زده کړو مرکزونو لپاره اعلان ته وسپاري.

 

د بستونو شمېر(8165)

 

ولایتونه:

لومړۍ مرحله: کندهار، هرات، زابل، فراه، میدان وردګ، ارزګان، هلمند، خوست، پکتیا، غزني، ننګرهار، غور، لغمان، نیمروز، نورستان، پنجشیر، بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، سرپل، کابل ولایت او کابل ښار.

د اعلان پیل نېټه: ۲۵/۶/۱۴۰۳ مطابق ۱۲/۳/۱۴۴۶

د اعلان پای نېټه: ۴/۷/۱۴۰۳ مطابق ۲۲/۳/۱۴۴۶

 

دویمه مرحله:

لوګر، پروان، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، بغلان، کندز، بدخشان او بادغیس.

نوټ: د دویمې مرحلې د اعلان نېټه ورسته مشخص کیږي

 

 

 

د  ګمارنې شرایط:

  1. لږ تر لږه له(۱۴) ټولګي څخه د فراغت معتبر سند یا د دې معادل سند په اسلامي تعلیماتو کې، چې د یو داخلي یا بهرني تعلیمي او تحصیلي بنسټ څخه یې تر لاسه کړی وي.(په کابل ښار او د ولایتونو  د مرکزونو د بستونو لپاره).
  2. لږ تر لږه له(۱۲) ټولګي څخه د فراغت معتبر سند یا د دې معادل سند په اسلامي تعلیماتو کې، چې د یو داخلي یا بهرني تعلیمي بنسټ څخه یې تر لاسه کړی وي.(د پوهنې وزرات د ولسواليو په بستونو لپاره).
  3. د کاندید تحصیلي رشته باید د  ا علان شوي بست له شرایطو سره مطابقت ولري.
  4. د ښه سیرت او نېک شهرت لرل.

 

د غوښتنلیک سپارلو او په ازموینه کې د ګډون لارښود:

قدرمن کاندیدان کولای شي دبستونو د اعلان دورې په جریان کې د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو، د ولایتونو د معارف ریاستونو او د کابل ښار د معارف تعلیمي حوزو اړوندو سایټونو ته مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورم تر لاسه کولو وروسته خپل تحصیلي اسناد او د تابعیت تذکره اړوندې څانګې ته وسپاري.

قدرمن کاندیدان کولای شي د خالي بستونو لست، معیارونه، د ښوونکو د بستونو اړوند معلومات 

قدرمن کاندیدان کولای شي د خالي بستونو لست، معیارونه،  د یادو بستونو اړوند معلومات له لاندې لینک څخه ترلاسه کړئ.

بستونه
لارښود

Documents

بست ها
رهنمود

Related VacanciesShow all

Back to vacancies