بلخ ولایت کې له څو بابه ښوونځیو سره د ۵۰۰ زره افغانیو مرسته وشوه

د بلخ ولایت پوهنې ریاست مسئولین په یوه خبرپاڼه کې خبر ورکوي چې؛ د پوهنې د یو ملاتړ بنسټ په مرسته د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت، د یاد ولایت د مرکز او او نهرشاهي ولسوالۍ اړوند د ګویمار، قلعه قل، فاطمة الزهراء ( رضی الله عنها)،علي آباد او راه معرفت لېسو کې د زده کوونکو لپاره د آسانتیاوو رامنځته کولو په موخه، د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې چې پکې د اړینو ملحقاتو جوړول او څښاک پاکو اوبو څاګانو کیندل شامل وو، بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پوهنې د ملاتړو ادارو له مرستو مننه کوي او له مسئولينو او زده کوونکو غواړي، چې د خپلو تعليمي مرکزونو ساتنه او پالنه وکړي.