تخار کې د یو منځني ښوونځي د جوړېډو چارې پیل شوې

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۲/۴ - ۹:۵۶
تخار کې د یو منځني ښوونځي د جوړېډو چارې پیل شوې

د تخار ولايت د مرکز اړوند د بی بی ساره منځني ښوونځي د ودانۍ بنسټ ډبره د یو لړ مراسمو په ترڅ کې کېښودل شوه. په دغو مراسمو کې د تخار والی عبدالحق شفق ، دپوهنې رییس، د دولتي ادارو یو شمیرمسوولینو، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو.

د نوموړې ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول د ۱۶ میلیونو افغانیو په مجموعي لګښت د یو کال په موده کې جوړېږي، چې ۱۴ درسي ټولګي، ۴ اداري خونې، احاطوي دېوال، عصري تشنابونه او نورې اړوندې اسانتیاوې به ولري.

د یادولو وړ ده، چې د ښوونځي د نوې ودانۍ له جوړېدو او پرانېستو سره به د یادې سیمې سلګونو زده کوونکو ته د زده کړو خوندي درسي چاپېریال برابر شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۵:۳۶
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د پوهنې وزارت د معیاري ازموینو پلاوي د کابل ښار پوهنې رٸيس په شمول د ولایتونو له پوهنې رئیسانو سره انلاین غونډه ترسره کړه.
د غونډې په پیل کې د پوهنې وزارت د اسلامي زده‌کړو معين او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۷
Background image

په بدخشان ولایت کې د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت یو باب ښوونځی ورغول شو

د بدخشان ولایت د یاوان ولسوالۍ یالور منځني ښوونځي د ترمیم او بیارغونې چارې، چې د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ د ۳۵۰ زره افغانیو په لګښت ترسره شوې وې، بشپړې او بېرته ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۱۳
Background image

په لغمان ولایت کې د یوې دیني مدرسې لپاره د درسي ټولګیو او يو محراب جومات جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د الیشنګ ولسوالۍ په «کنډي‌میل» سیمه کې د تحسین‌القرآن دیني مدرسې د ودانۍ جوړولو چارې، د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ، پر ۷ جریبه ځمکه د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې.
د یاد. . .

BACK TO NEWS