خبرتیا

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۵:۱۷
sdfa

پوهنې وزارت د هېواد د ټولو وګړو لپاره د مناسبو، معیاری او عادلانه فرصتونو رامنځته کولو په درشل کې، نن د ثانویه او مافوق ثانویه درجو لپاره د آزموینو پایلې، تر هر اړخیزې شننې او ارزونې وروسته، د بشپړې روڼتیا، عدالت او مساوات په پام کې نیولو سره اعلان ته وسپارلې.

د یادولو وړ ده، چې د پوهنې وزارت د اسلامي زده کړو معينیت څه موده مخکې د مرکز په شمول په ټولو ولايتونو او دارالهجرت تعلیمي مرکزونو کې د ديني مدارسو له طالب العلمانو څخه د ثانويه او مافوق ثانويه درجو د تثبیت په موخه ګډه آزموينه واخیستله؛ په همدې تړاو بریالي کسان کولی شي، چې د خپلو شهادتنامو اخیستلو لپاره اړوندو ولایتونو ته د فورمونو ډکولو په موخه مراجعه وکړي، تر څو خپل تحصیلي اسناد ترلاسه کړي.

د خپلو پایلو لیدو لپاره لاندې لېنک ته مراجعه وکړئ:

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د یوه ښوونځي د بیارغونې چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت سروبي ولسوالۍ اړوند احمدیه لېسې د ودانۍ بیارغونې چارې د سیمې د مهتممانو او قومي مشرانو په مالي مرسته، د شاوخوا ۴۰۰ زره افغانیو په لګښت پیل شوې دي.
تمه ده چې د یادې ودانۍ. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۵
Background image

په غور کې د ښوونځيو۱۲۰تنو ښوونکو او مسوولینو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار اړوندو ښوونځيو۱۲۰ تنو ښوونکو، سرښوونکو، مدیرانو او آمرینو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې د مسلکي وړتیاوو لوړونې اته ورځنۍ برنامه. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۱ - ۱۴:۳۲
Background image

د نیمروز ولایت د یوه دارالعلوم اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار اړوند د نبوي (صلی‌الله علیه وسلم) عالي دارالعلوم ۲۱۰ تنو زده‌کوونکو ته د حبیب‌یار خیریه بنسټ په مالي مرسته بکسونه او درسي لوازم ووېشل شول.

BACK TO NEWS