داسلامي زدهکړو معینیت علمي او مسلکي غړو لپاره سیمینار جوړ شو
د پوهنې وزارت د څېړنو ریاست کارپوهانو له لوري، د اسلامي زده کړو معینیت علمي او مسلکي غړو لپاره «د مدارسو کیفیت لوړونې» تر سرلیک لاندې یو مهم او مسلکي سیمینار ترسره شو.
په دغه سمینار کې د مدارسو مسلکي پرمختګ، د تدریس نوې طریقې او د نړۍوالو معیارونو سره سم یو شمېر عصري طرحې او وړاندیزونه مطرح شول.
همداراز د اسلامي زده کړو معینیت مسئولینو د سیمینار له وړاندې کوونکو څخه د ټولو طرحو غوښتنه وکړه، ترڅو د امکان په صورت کې د هغو د پلي کولو لپاره لازم ګامونه واخيستل شي.
