داوطلبۍ اعلان

media-moe
شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۵:۴۱
56565

د کابل ښار پوهنې ریاست د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره، د لاندې مقدار وچو او ټوټه شویو لرګیو برابرولو ته اړتیا لري:
۱۸۳۹۳۴.۶۱۱ کیلوګرامه وچ بلوط لرګي چې د بخارۍ د اندازې مطابق ټوټه شوي وي؛
۱۶۰۶۵ کیلوګرامه وچ ارچه لرګي چې د بخارۍ د اندازې مطابق ټوټه شوي وي.
هغه لوژستیکي، سوداګریز شرکتونه او د لرګیو پلورونکي چې غواړي د یاد قرارداد په پروسه کې ګډون وکړي، کولای شي د اعلان له خپرېدو وروسته تر ۲۱ ورځو پورې خپلې غوښتنلیکونه د کابل ښار د پوهنې ریاست تدارکاتو عمومي مدیریت ته، چې د کابل ښار، کارته چهار سیمې اړوند په غزني سرای کې موقعیت لري، وسپاري او شرطپاڼه کتلی شي.

د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۳:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت د نوې ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت د نوې اداري ودانۍ بنسټ ډبره نن د پوهنې وزارت مسوولينو، ځينو مرکزي رٸيسانو، علماء کرامو او یو شمېر نورو مېلمنو په حضور کې کېښودل شوه.
په پیل کې د پوهنې وزارت د ودانیو او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴۴
Background image

په بغلان کې د ۱۵۰ تنو ښوونکو او سرښوونکو لپاره روزنیزه برنامه پیل شوه

د بغلان ولایت په مرکز سربېره ډنډغوري او بغلان مرکزي ولسوالیو کې د ښوونځیو د ۱۵۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیاوو لوړولو په موخه ښوونیزه او روزنیزه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۲۶
Background image

په بامیان ولايت کې ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو ته روزنیز ورکشاپ جوړ شو

د بامیان ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د ۱۸ تنو رضاکارو ښوونکو لپاره یوولس ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل شو.
د بامیان ولایت د پوهنې مسوولینو له ګډونوالو وغوښتل، چې له دې روزنیز فرصت څخه په اعظمي. . .

BACK TO NEWS