دغوره مدیرانو له ډلې د لغمان د دوو لیسو مدیران تقدیر شول

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۷/۷ - ۱۳:۴۱
دغوره مدیرانو له ډلې د لغمان د دوو لیسو مدیران تقدیر شول

پوهنې وزارت_لغمان: د ولسمشر د ځانګړي فرمان په اساس د هيواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو سلمې کالیزې په ویاړ د لغمان د پوهنې ریاست ښاري حوزې اړوند دوه بهترینو ښوونځیو آمرین وستایل شول.
په هغه مراسمو کې چي په همدې موخه جوړه شوي وه ، د والي ننګ سربېره، مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار، د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد کریم رحیمي، مالي او ادارې رئیس مبارک شاه ابراهیمي، د ولایتي شورا غړي اجمل وفا، تقدیر شویو مدیرانو او ښوونکو ګډون کړی وو.
د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد کریم رحیمي په وینا چې د هېواد د سلمې کالیزې په ویاړ د ټول هېواد په کچه د ۱۰۰ ښوونځیو مدیران ستایل کیدل،چې له ډلې یې د لغمان ولایت دوه د ښوونځیو مدیران نن تقدیریږي. شیخانو د کلي د نجونو عالي لیسه او د حیدرخانیو د هلکانو لیسه په نوموړي لیست کې غوره شوي و .
د حیدرخانیو د لیسې مدیر مبشر امیري او شیخانو د کلي د نجنو لیسې آمرې اغلې ضیاءګل سهاک د پوهنې ریاست له رهبرۍ او د ولسمشر له شفقته د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې مونږ به خپلې هڅې لاهم زیاتوو او ددې وطن د اولادونو په روزنه کې به یوه شیبه هم ستړیا احساس نه کړو.
همدار نګه د لغمان والي ښاغلي محمد اصف ننګ خوښي اوښوده چې په دې ولایت کې دښوونځیو دوه مدیران د مرکزي ادارې له لوري د هېواد د سلمې کالیزې په ویاړ ستایل کیږي.
هغه وویل، دغه ډول تقدیر ښوونکي او د معارف نور پرسونل لا هڅوي چې خپلو کړنو ته متوجې اوسي.
ننګ ښوونځي د هيواد زيربنا ياد کړل او په مدير صيبانو يې تاکيد وکړ چې خپلې هڅې لاپسې ګړندۍ کړي .
پاى کې، چمتو شوي ستاينليکونه د لغمان د قدرمن والي صيب ، د ولايت مرستيال والي الحاج شهزاده مطلوميار ، ولايتي شورا کې د لغمان د ولسونو استازي ښاغلي انجينر اجمل وفا او دپوهنې رياست تدريسي مرستيال محمد کريم (رحيمي) په لاسونو نوموړو مديرانو ته ورکړل شوه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۸
Background image

په بامیان ولايت کې ښوونکو لپاره روزنیزه برنامه  پيل شوه

د بامیان ولایت په یکاولنګ ولسوالۍ کې د ښوونځیو ۱۴۵ تنو ښوونکو لپاره د «اغېزمنې ښوونې او زده‌کړې ترویج» تر سرلیک لاندې ۱۲ ورځنۍ روزنیزه برنامه پیل شوه.
د یاد پروګرام د پرانیستې په مراسمو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۵۳
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د تېرې اوونۍ مهمو فعالیتونو ته کتنه

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست څارنیزو ټیمونو د تېرې اوونۍ په ترڅ کې، د ياد وزارت له مرکزي هستې، د تألیف او ترجمې ریاست، د پلان او پالیسۍ ریاست، دویمې او اوومې تعلیمي حوزو او دوو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۱:۴۹
Background image

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین «یتیم پالنه» کتاب دري ژبې ته وژباړل شو

د پوهنې وزارت د مالي او اداري معین، الحاج مولوي صبغت‌الله وصیل، درې کاله وړاندې چاپ شوی کتاب «یتیم پالنه» د فضل‌الله نیازي له خوا دري ژبې ته د «کفالت و سرپرستی یتیم» تر نوم لاندې وژباړل. . .

BACK TO NEWS