دپوهنی او روزنې سرپرست د دارالمعلمینونو د اتحادیې له مسئولینو سره وکتل
د ا.ا.ا د پوهنې وزارت سرپرست وزیر شیخ نورالله منیر د دارالمعلمینونو د اتحادیې او مسئولینو سره لیدنه وکړه، په کتنه کې د دارالمعلمینونو پر تدریسی او اداري موضوعاتو، او یوشمیر نورو ستونزو خبرې اترې وشوې.
به سر کې ښاغلي نورالله منیر له ښوونکو وغوښتل چې د هېواد بچیان په اسلامي، وطنپالنې او نړيوالو معیارونو پربنسټ و روزي، وروسته د نوموړي اتحادیې استازو د دارالمعلمینونو یو شمیر ستونزیې په ګوته کړې او د حل په موخه یې پوهنې وزارت ته خپل وړاندیزونه وړاندې کړل او د پوهنې وزارت څخه یی و غوښتل چې د دارالمعلمینونو بودجه چې مخکینی حکومت بنده کړې وه بیرته نوموړيو دارالمعلمینونو ته ورکړي.
همدارنګه ښاغلي شیخ نورالله منیر د هغه ستونزو او طرحو په اړه چې د نوموړيو دارالمعلمینونو له استازو لخوا وړاندې شوي، د هغو د حل په موخه د خپلی همکارۍ ژمنه وکړه چې وروسته له لازمو مشورو به لازم تصمیم و نیول شي.