د کابل ښار اړوندو ښوونځیو د ښوونکو له رزونیز سیمینار څخه څارنه وشوه

media-moe
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۰ - ۱۲:۲۲
16

له ټاکل شوي مهالوېش سره سم د پوهنې وزارت په ساینس مرکز ریاست کې، د کابل ښار اړوندو ښوونځيو د ۱۵۰ تنو ښوونکو لپاره « د ریاضي، فزیک، ساینس، کیمیا او کمپیوټر برخو کې» د هغوی د وړتیا لوړولو په موخه یو ښوونیز سیمینار په لاره واچول شو.

د کابل ښار پوهنې رئیس قاري عبدالباسط حقاني او ورسره مل پلاوي له یاد سیمینار څخه لیدنه وکړه.

نوموړي په خپلو خبرو کې له ګډون والو وغوښتل، چې د یاد سیمینار له علمي محتوا څخه اعظمي ګټه پورته کړي، ترڅو زده کوونکو ته د ساینسي مضامینو عملي او لابراتواري درسونه په سمه توګه وړاندې کړي.

همدارنګه د کابل ښار پوهنې رئیس د پوهنې وزارت د ساینس مرکز له مشرتابه او استادانو څخه د کابل ښار د ښوونکو او د ښوونځیو د کارکوونکو لپاره د ښوونیزو او میتودیکي سیمینارونو او ورکشاپونو د جوړولو له امله مننه او قدرداني وکړه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۹
Background image

په جوزجان کې دوه درسي ټولګي ورغول شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار په حسن‌آباد لېسه کې دوه درسي ټولګي د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۴۵۰ زره افغانیو په لګښت جوړ او د دغه ولایت د پوهنې مسوولینو په حضور کې ګټې اخیستنې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۱:۴۶
Background image

په غزني کې د یو ښوونځي نوې ودانۍ جوړه شوه

د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند طاق‌چین منځني ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ د ۶.۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړه شوې، د یوې غونډې په ترڅ کې پرانیستل شوه.
د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۷ - ۱۰:۴۱
Background image

د کابل ښار په یوه لېسه کې د عملي زده‌کړې ټولګی جوړ شو

د زده‌کوونکو د علمي کچې لوړولو، د تدریس د کیفیت ښه‌والي او د عملي زده‌کړو پیاوړتیا په موخه، د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري د کابل ښار په حبیبیه عالي لېسه کې د ساینس عملي زده. . .

BACK TO NEWS