د اسلامي زده کړو معینیت له کارکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۱:۲۷
لبا

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست په سپارښتنه، د یاد وزارت د اسلامي زده‌کړو معینیت له کارکوونکو څخه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال له پیل څخه د تدریس شوي نصاب له مخې ازموینه واخیستل شوه، تر څو په دیني برخه کې د هغوی علمي کچه وارزول شي.

یاده ازموینه د اسلامي زده‌کړو معینیت د استعدادونو د ارزونې د رئیس الحاج مفتي عبدالولي سداد په حضور کې د ځانګړي پلاوي تر څارنې لاندې په بشپړه روڼتیا سره ترسره شوه.

د یادونې وړ ده چې د دغې ازموینې پایلې به ډېر ژر د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري اعلان او ممتازو کسانو ته به ستاینلیکونه ورکړل شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS