د افغانستان لپاره د UNHCR  مسئول  د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۴/۱۵ - ۱۵:۷
مسئول موسسه UNHCR با وزیر سرپرست معارف دیدار کرد

د افغانستان لپاره د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ( UNHCR)مسئول ښاغلي لیونارد زولو(Leonard Zulu) د پوهنې وزارت له سرپرست وزیر محترم شیخ مولوي نورالله منیر سره وکتل .
په یاده لیدنه کې ښاغلي (ليونارد زولو) لومړی په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستیو زلزلو له امله د اوښتو ځاني او مالي زیانونو له امله د پوهنې وزارت محترم وزیر صاحب ته د تسلیت مراتب وړاندې کړل او یادونه یې وکړه، چې له زلزله څپلو وګړو سره د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د عالي کمیشنرۍ مرستې روانې دي او د دوی اړوند مرستندویه ټیمونه په سیمه کې حضور لري. نوموړي زیاته کړه، چې یادې کمیشنرۍ په دې ورستیو وختونو کې  په افغانستان کې د ښوونځیو لپاره درې بابه ودانۍ جوړې کړیدي، پر دوه بابه نورو ودانیو کار روان دی او په راتلونکې کې غواړي چې د پوهنې وزارت ته د هغو ښوونځیو لپاره چې ودانۍ نه لري په لومړي قدم کې دوه زره(۲۰۰۰) خیمې ورکړي، ترڅو ورڅخه د درسي ټولګیو په توګه استفاده وشي.د نوموړي په وینا، یاده کمیشنري په راتلونکي کې اراده لري چې خپلو امکاناتو او سرچینو ته په پام سره د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د پوهنې محترم وزیر صاحب د خپلو خبرو په ترڅ کې لومړی ښاغلي (لیونارد زولو) ته ښه راغلاست ووایه او بیا یې د وروستیو زلزلو له متاثرینواو همدارنګه د پوهنې له وزارت سره د مهاجرینو د عالي کمیشنري د مرستو له امله له نوموړي څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه،چې اسلامي امارت په ځانګړې توګه د پوهنې وزارت به د یادې کمیشنرۍ د خیریه فعالیتونو لپاره هر ډول اړینې اسانتیاوې برابروي.
د ملاقات په ترڅ کې هوکړه وشوه، چې د دواړو لورو (د پوهنې وزارت- UNHCR)  تخنیکي ټیمونه به په ګډه کار کوي ترڅو د یادې موسسې د فعالیت لپاره یو غوره میکانیزم جوړ او بیا د همدې میکانیزم په بنسټ عملي فعالیتونه پیل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS