د بامیان ولایت د نسپتان ښوونځي ودانۍ ګټي اخیستني ته وسپارل شوه

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۸/۲۴ - ۱۱:۵۰
د بامیان ولایت د نسپتان ښوونځي ودانۍ ګټي اخیستني ته وسپارل شوه

د پوهنې وزارت، بامیان: د بامیان ولایت د ورس ولسوالی د نسپتان ښوونځي نوي ودانۍ د یولړ مراسمو په ترڅ کې د یاد ولایت د پوهنې رییس محمد ایوب امیری، د ورس ولسوال عزیز امینیار، قومي مشرانو، ښوونکو او زده کوونکو په شتون کې پرانیستل شو.

د نسپتان ښوونځي ودانۍ په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې د هندوستان دولت په مالی مرسته د ۱۱ میلیون ۴۲۱ زره ۳۹۱ افغانیو په مجموعي لګښت جوړ شوی چې، ۶ درسي ټولګي، د احاطي دیوال، د پاکو اوبو څاه، تشنابونه او نوري اړیني اسانتیاوي لري چې له پرانیستلو سره یې د یاد ښوونځي زده کوونکو ته د خوندي درسي چاپیریال زمینه برابره شوه.

د بامیانو د پوهنې رییس محمد ایوب امیري په خپلو خبرو کې د ښوونځي د نوې ودانۍ د پرانېستو له امله زده کوونکو اود سیمې اوسېدونکو ته مبارکي وویله او د سيمې له خلکو يې وغوښتل چې د ښوونځي په ساتلو کې د مسئولينو سره همکاري وکړي.

د پوهنې رییس ښوونه اوروزنه د یوې ټولنې پرمختګ وباله او له اوسیدونکو او ښوونکو یې وغوښتل چې د ماشومانو د تعلیم لپاره د پوهنې ریاست سره په همکارۍ کې غوره امکانات رامنځته کړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۱۱
Background image

په لوګر ولایت کې د یوې دیني مدرسې د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت د ازرې ولسوالۍ «انوارالعلوم» دیني مدرسې لپاره د نوې ودانۍ جوړولو بنسټ ډبره د سیمې علم‌پروره خلکو په ملاتړ د دوه میلیونه افغانیو لګښت سره کېښودل شوه.
د لوګر پوهنې مسوولینو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۷
Background image

د ولایتونو له پوهنې ریاستونو څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت په مرکز کې له عالي کمال‌خېل لېسې سره د سیمې اوسېدونکو له لوري ۹ عدده سپینې تختې مرسته شوې.
د مسوولینو په وینا، د دغو تختو مالي ارزښت شاوخوا ۱۳۵۰۰ افغانۍ اټکل شوی دی.

. . .
دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۵:۴
Background image

داوطلبۍ اعلان

پوهنې وزارت په شرایطو برابر ټولو داوطلبانو ته بلنه کوي، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د یاد وزارت د خدماتو ریاست د مرکزي ودانۍ اړوند مرکز ګرمۍ لپاره د ۱۱ قلمه توکو پېرلو په پروژه کې ګډون. . .

BACK TO NEWS