د برك ( BRAC ) موسسه له پوهنې وزارت سره په ګډې همكارۍ ۳۰ زره تنه ماشومان په ښوونځيو كې شاملوي

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۳/۷ - ۱۶:۳۰
د برك ( BRAC ) موسسه له پوهنې وزارت سره په ګډې همكارۍ ۳۰ زره تنه ماشومان په ښوونځيو كې شاملوي

د پوهنې وزارت – كابل: په ښوونځيو كې د ۳۰ زرو تنو ماشومانو شاملول او هغوى ته د ښوونيځو آسانتياوو برابرول د پوهنې وزير ښاغلي ډاكټر محمد ميرويس بلخي او د برك نړيوالې موسسې رئيس محمد صديق علي ترمنځ د خبرو اترو اصلي ټكي وو.

په دغه غونډه كې چې د پوهنې وزارت په مقر كې ترسره شوه د برك نړيوالې موسسې چمتو والى وښود چې په ټول افغانستان كې به په ۱۰۰۰ ښوونځيو كې ۳۰ زره ماشومان شاملوي او دوى ته به تعليمي آسانتياوې برابروي.

د پوهنې وزير ښاغلي ډاكټر محمد ميرويس بلخي وويل: په هيواد كې د بيلابيلو دلايلو له وجې لكه: فقر، ناامني او ناولي دودونه د دې سبب شوي ترڅو ۳،۷ ميليونه ماشومان په خاصه توګه نجونې د ښوونې او روزنې له نعمت څخه محرومې شي.

په نوموړې غونډه كې د برك موسسې مشر ښاغلي محمد صديق علي پوهنې وزارت كې د اصلاحاتو راوستل يو مثبت ګام وباله او دغه ليدنه يې د پوهنې وزارت او د برك موسسې ترمنځ د ښوونې او روزنې په برخه كې د افغان ماشومانو په ګټه او د ګډو همګاريو د پيل يوه برخه ياده كړه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۵۱
Background image

په پکتیکا کې د پوهنې اړوند ودانیزو پروژو د تطبیق بهیر وڅارل شو

د پوهنې وزارت د ودانيو او املاکو د ساتنې او مراقبت رئیس محترم مولوي محمد اسحاق مقدس، پکتیکا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست له رهبرۍ سره د ترمیماتي او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۴۷
Background image

په بامیان کې د سواد زده‌کړې زده‌کوونکو ته ښوونيز توکي ووېشل شول

يو همکار بنسټ، په بامیان ولایت کې د حرفوي زده‌کړو اړوند وسایل د سواد زده‌کړې د ۳۰ ټولګیو پر زده‌کوونکو ووېشل.
د پوهنې مسوولینو په وینا، دغه مرستې د ورس ولسوالۍ د سواد زده‌کړې ټولګیو زده. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۶ - ۱۴:۳۱
Background image

په هلمند کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ پرانيستل شوه

د هلمند ولایت ناومېش ولسوالۍ اړوند په کف چیني کلي کې د یوه ښوونځي نوې ودانۍ، چې د سیمې د خلکو په ۵۰۰ زره افغانۍ مالي مرسته جوړه شوې، د پوهنې ریاست مسوولینو له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل. . .

BACK TO NEWS