د ترکیې د معارف بنسټ مرستیال د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۱/۶/۱۶ - ۹:۱۰
د ترکیې د معارف بنسټ مرستیال د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین سره وکتل

د ترکیې د معارف بنسټ مرستیال ښاغلي سلیمان التون او ورسره مل هیئت د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو له معین محترم الحاج مولوي کرامت الله اخندزاده سره وکتل.
په یاده لیدنه کې لومړی د اسلامي تعلیماتو معین راغلي هیئت ته ښه راغلاست ووایه او په علمي ډګر کې یې په افغانستان کې د ترکیې د معارف بنسټ دخدمتونو ستاینه او مننه وکړه. وروسته  د ترکیې دمعارف بنسټ د اړوندو دارالعلومونو د نصاب، استادانو، رخصتیو، فیس او ځینو نورو اړینو موضوعاتو په اړه تفصیلي بحث وشو.
د ترکیې د معارف بنسټ مرستیال د پوهنې له وزارت په تیره بیا د اسلامي تعلیماتو معینیت له مسئولینو څخه مننه وکړه، چې هر وخت یې دوی ته د علمي خدماتو د وړاندې کولو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړیدي او تل یې په دې برخه کې د تسهیل کوونکو په توګه رول اداء کړیدی.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۶
Background image

د پوهنې لپاره د ځمکې وقف کولو په لړۍ کې، دا ځل په لغمان ولایت کې ۵ بسوې ځمکه اهداء شوه

د لغمان ولایت فراشغان ولسوالۍ اړوند د نیل‌خان لومړني ښوونځي لپاره، د یادې سیمې اوسېدونکي محترم امرالدین لخوا پنځه بسوې ځمکه چې ارزښت یې شاوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اټکل شوی، وقف شوه.
د یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۱۳
Background image

په غور ولایت کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د غلمین لېسې نوې ودانۍ، چې څه موده وړاندې د غور ولایت مرکز فیروزکوه ښار په اړونده سیمه کې د خلکو او د ښوونځي د تعلیمي شورا لخوا یې جوړول پیل شوي وو، اوسمهال بشپړه او د یاد  ولایت پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۵:۸
Background image

په بامیان ولایت کې د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا غړو ته ۱۸سېټه ټبلیټونه ووېشل شول

 د بامیان ولایت پوهنې ریاست د یو همکار بنسټ له لوري د ۲۳۶ زره او ۲۳۷ افغانیو په ارزښت ۱۸ سېټه ټبلیټونه ترلاسه کړل او د ښوونکو د روزنې او مسلکي پراختیا علمي غړو ته یې وسپارل.
د یاد ولایت. . .

BACK TO NEWS