د حضرت علي نجونو ښوونځي ته د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړېزې ودانۍ چارې پیل شوې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۹/۲/۱۸ - ۱۵:۱۷
د حضرت علي نجونو ښوونځي ته د ۶۴ میلیونه افغانیو په ارزښت د درې پوړېزې ودانۍ چارې پیل شوې

د پوهې وزارت پکتیا: د پکتیا ولایت په سید کرم ولسوالی کې د حضرت علي نجونو ښوونځي د ودانۍ جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د بنسټ ډبرې اېښودلو په دې مراسمو کې د پکتیا والي شمیم خان کټوازي، د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي، د ښارجوړونې رئیس محمدالرحیم افغان، د ولایتي شورا رئیس عبدالمالک مجاهد ځاځي او وکیلانو تاج محمد منګل، ایوب خان غروال، دیني علماوو، قومي مخورو، ځوانانو او د سیمې خلکو ګډون کړی وو.

دا ودانۍ چې درې پوړه به وي د معلوماتي خونې سربیره، د ساتونکي خونه، د لمريزې برېښنا سيستم، اوبو ذخيره، احاطوي دېوال، دېرش عصري تشنابونه، ګودام، کتابتون، نهه اداري خوني او دوه ويشت درسي خوني ولري.

د پکتیا والي شمیم خان کټوازي په همدې مناسبت خبرو کې وویل: پوهنیز پرمختګ ته لومړیتوب ورکوو، د نورو روانو پروژو تر څنګ به ددې لویې پروژې څخه وخت پر وخت نظارت وشي.
همدارنګه د پوهنې رئیس استاد کوچي ځاځي زیاته کړه چې د پوهنې له اړخه په ځانګړي ډول په ودانیزه برخه کې سږ کال بې ساری دی، هدف مو دا دی چې یو وخت په دې ولایت کې سل سلنه د ودانیو کمښت ستونزه حل شي.
نوموړي وړاندې زیاته کړه: له تاسې ټولو مو هیله ده، د پوهنې له دې سپیڅلي کاروان سره مرسته وکړئ، زه له ټولو اړخونو مننه کوم چې په دې برخه کې له مونږ سره همکاري او مرسته کړې.

د یادولو وړ ده چې، ددې ودانۍ چارې به د ښار جوړونې او د ځمکو وزارت لخوا تقريبا په يو نيم کال کې بشپړېږي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۶:۱۹
Background image

د پوهنې وزارت د دفتر رییس رسمأ معرفي شو

ډاکټر محمد سعید منصور د پوهنې وزارت د مشرتابه د وړاندیز په اساس او د ولسمشر د عالي مقام په منظوری د میدان وردګو ولایت د پوهنې د ریاست څخه تبدیل او د پوهنې وزارت د دفتر د رییس په توګه د. . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۶ - ۱۰:۵۱
Background image

د پوهنې وزارت د سلاکارانو د ګوښه کولو په هکله د پوهنې وزارت مطبوعاتي اعلامیه

له بده مرغه د پرون راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې داسی آوازې دی چی د پوهنې وزارت سرپرستې، د دې وزارت ټول مشاورین له دندې ګوښه کړي دي. د پوهنې وزارت رهبري، ګرانو هیوادوالو او د معارف لویې. . .

یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱۵ - ۱۸:۰
Background image

په بدخشان او نورستان ولایتونو کې د دریو ښوونځیو جوړولو هوکړه لیکونه د هند سفارت سره لاسلیک شول

د پوهنې وزارت، کابل: د پوهنې وزارت، اقتصاد وزارت او په کابل کې د هند سفارت سره د درې پراختیايي پروژو هوکړه لیکونه د بدخشان او نورستان ولایتونو د نمایندګانو په شتون کې د یوه ګډ خبري. . .

BACK TO NEWS