د خوست ولایت د بي بي حلیمې د نجونو لېسې سره د سلګونو کتابونو مرسته وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۹/۴ - ۱۶:۲۰
د خوست ولایت د بي بي حلیمې د نجونو لېسې سره د سلګونو کتابونو مرسته وشوه

 

د پوهنې وزارت_خوست: په خوست ولایت کې د فکري سمون ټولنیز بنسټ له لوري د خوست مرکز اړوند د بي بي حلیمې د نجونو لېسې سره د سلګونه جلده بېلابیلو کتابونو مرسته وشوه.
په هغه غونډه کې چې د یادو کتابونو د سپارلو موخه په نوموړي لیسه کې جوړه شوي وه ، ددغه بنسټ مشر استاد سلیمان بشرمل وویل، له دې کار یې موخه په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامول او د زده کړو ته هڅول دي ، ده وویل دغه کتابونه یې د یوه پراخ ولسي کمپاین په ترڅ کې له مختلفو نهادونو راټول کړي، ښاغلي بشرمل زیاته کړه، ژمنه کوو چې د کتاب ټولولو دغه لړۍ به جاري وساتو، په مرکز او ولسوالیو کې به د ټولو ښوونځیو سره د کتابونو مرسته کوو.
د پوهنې ریاست په استازیتوب د مرکزي ښوونځیو د پوهنې آمر زکیم بادشاه د فکري سمون ټولنیز بنسټ څخه مننه وکړه،او زده کوونکو یې د دغه کتابونو د مطالعې سپارښتنه وکړه.
ښاغلي زکیم بادشاه له نورو مرستندویه نهادونو وغوښتل چې د پوهنې له ملي بهیر سره همکاري وکړي.
د بي بي حلیمې لېسې مدیره زیورجانې احمدي د دغه بنسټ څخه د مننې ترڅنګ وویل، چې ددې کتابونو په لوستلو سره به د زده کوونکو معلومات زیات شي او د دوی استعدادونه به ورسره وغوړوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS