د خوست ولایت د پوهنې نوی رئیس معرفي شو

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۱۴:۵۹
51451

د یو لړ مراسمو په ترڅ کې محترم شیخ مسلمین راشد د خوست ولایت د پوهنې نوي رئیس په توګه معرفي او خپله دنده یې پیل کړه.
په یادو مراسمو کې د پوهنې ریاست د چارواکو او کارکوونکو سربېره، د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت معین محترم مولوي فیض الله جمال حقاني، د خوست ولایت والي محترم مولوي عبدالله مختار او د سیمه‌ییزو ادارو یو شمېر مسئولینو هم برخه اخیستې وه.
ویناوالو د دغه ولایت د پوهنې نوي رئیس ته د مبارکۍ ورکولو او مېلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، چې په دولتي ادارو کې تقرر او بدلون یو اصل دی او له دې سره، د نویو افرادو تجربې او وړتیاوې، د کار په بهیر کې لا پرمختګ او اغېزمنتوب رامنځته کولو لپاره کارول کېږي او د پوهنې د پخواني رئیس له خدماتو څخه هم ستاینه وکړه.
د پوهنې نوي رئیس په خپله وینا کې وویل: (د چارواکو د مشورې پر بنسټ په دغه مقام کې ټاکل شوی او د محترم مشرتابه د باور او اعتماد څخه د ستاینې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې د اړوندو کارکوونکو په همکارۍ به د یاد ولایت خلکو ته غوره تعلیمي خدمتونه وړاندې کړي.)
د مراسمو په پای کې، د خوست ولایت مرستیال والي محترم مولوي محبوب‌شاه قانت د نوي رئیس د پېژندګلوۍ مکتوب ګډون‌والو ته ولوست او مراسم په مبارکې دعائیې سره پای ته ورسېدل.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS