د داوطلبۍ اعلان
د کابل ښار پوهنې ریاست د یاد ریاست د ښوونځیو د ملکیتونو ساتنې او پالنې عمومي مدیریت د پلان او نقشې له مخې، د لومړۍ، درېیمې، څلورمې، نهمې او دوولسمې ښوونیزو ناحیو اړوند د عاشقان او عارفان، حضرت ابراهیم خلیل الله، عبدالهادي، مېرمن خجو، عبدالغفارخان، حکیم ناصر خسرو بلخي او عمر بن الخطاب ښوونځیو د ودانیو ترمیم، احاطوي دېوالونو رغولو، اړینو ملحقاتو، ایزګام نصبولو، کانګرېټ اچولو او پاکو اوبو څاګانو چمتو کولو ته اړتیا لري.
هغه ساختماني شرکتونه چې د یاد قرارد لېوالتیا لري، کولای شي، خپلې غوښتنې د خبرتیا له خپرېدو وروسته د ۱۴ ورځو په موده کې، د کابل ښار پوهنې ریاست اړوند د تدارکاتو عمومي مدیریت ته چې د غزني سرای ته څېرمه په کارته چهار سیمه کې موقعیت لري، وسپارئ. شرط پاڼه دې وګورئ.
