د سواد زده کړې په برخه کې د جاپان او یونسکو ترمینځ د ۷.۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۲۴ - ۱۲:۵۲
د سواد زده کړې په برخه کې د جاپان او یونسکو ترمینځ د ۷.۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت یو هوکړه لیک لاسلیک شو.

 

پوهنې وزارت- کابل: د جاپان دولت او د ملګري ملتونو ښوونیز،علمي او فرهنګي بنسټ (یونسکو) تر مینځ د ۷.۲ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د غیررسمي ګړندۍ زده کړو (ANEP) په برخه کې یو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د یاد هوکړه لیک د لاسلیکولو په مراسمو کې پوهنې وزیر ډاکتر محمدمیرویس بلخي، د پوهنې وزارت د سواد زده کړې معین سردار محمد رحیمي، په افغانستان کې د چاپان سفارت شارزدافیر تاکاهاشي یوشیاکي او په افغانستان کې د یونسکو رئیس پاتریشیا مک ملیپیس برخه اخیستې وه.
پوهنې وزیر د یاد هوکړه لیک لاسلیکولو په مراسمو کې د جاپان دولت او خلکو څخه د مننې تر څنګ، یادونه وکړه چې د غیر رسمي ګړنديو زده کړو موخه، د سواد زده کړې ټولګیو جوړولو په چوکاټ کې د سواد زده کړو پروګرامونو ترویج او د کیفیت وده، د ګړندۍ زده کړو آزمایښتي مرکزونو او په ټول افغانستان کې د لویانو ۷۰ زده کړو ښوونځيو مسلکي جوړول دي.
پوهنې وزیر ډاکتر بلخي وویل چې یادې پروژې به په دریو کلونو کې پلي شي او زیاته یي کړه چې پوهنې وزارت ژمن دۍ چې د یادو پروژو له پیل څخه تر پايه پورې چې ۲۰۲۳ کال دۍ، هراړخیزه څارنه او د یادو پروژو د پرمختګ څخه د حساب ورکونې یو روښانه میکانیزم جوړ کړي.
په افغانستان کې د یونسکو رئيس پاتریشیا مک فلیپیس یادونه وکړه چې د دې پروګرام ۵۰ سلنه برخه اخیستونکي میرمني دي.
په افغانستان کې د جاپان سفارت شارزدافیر تاکاهاشي یوشیاکې وویل چې دا پروژه د سواد زده کړې او غیررسمي زده کړي د ۱۵ کلنو څخه تر ۲۴ کلنو عمر لرونکو خلکو ته وړاندې کوي، او د یاد پروګرام فارغان به په افغانستان کې د یو غوره ژوندون جوړولو لپاره وکارول شي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۴
Background image

د پوهنې له ډګره د نن ورځې خبرونو لنډيز

۱-د لغمان ولایت په فرشغان ولسوالۍ کې د منجغان لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې د درې بسوې ځمکې په ساحه کې پیل شوې.
 دغه ځمکه د سیمې د علم‌پرورشخصیت حاجي سید علي له خوا وقف شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۶:۲
Background image

په لوګر ولایت کې د یوه ښوونځي د درسي ټولګیو جوړولو چارې پیل شوې

د لوګر ولایت مرکز جباري کلي کې د «احرار لومړني ښوونځي» لپاره د څلورو درسي خونو او یوه دهلیز جوړولو کارونه د شاوخوا ۶۰۰ زره افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو په مالي ملاتړ پیل شول.
د یاد. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۵:۴۹
Background image

په کابل ښار کې د ښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي ورکشاپ پیل شو

د کابل ښار پوهنې ریاست په همغږۍ او د یوه همکار بنسټ په مالي ملاتړ، د ښوونځیو د ۲۳۷تنو ښوونکو لپاره د مسلکي وړتیا لوړونې شپږ ورځنی علمي او تخنیکي ورکشاپ پیل شو.
یاد ورکشاپ د ښوونکو د. . .

BACK TO NEWS