د عامو خلکو لخوا پکتیا ولایت کې له یوې دیني مدرسې سره مرسته وشوه

media-moe
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۴:۱۶
5454

د پکتیا ولایت پوهنې ریاست وايي چې د ځایي خلکو په همکارۍ، د یاد ولایت وزي‌ځدراڼ ولسوالۍ اړوند کلیة العلوم دیني مدرسې سره ۷۴۰زره افغانۍ مالي مرسته شوې ده.
د پوهنې چارواکو په وینا، یادې پیسې د څښاک پاکو اوبو سیسټم جوړولو او د مدرسې لپاره د ۱۸ پایو بخاریو پېرودلو لپاره کارول شوې دي.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي عبدالقیوم فاروقي د علم‌پروره خلکو له مرستې څخه د ستاینې ترڅنګ، له نورو څخه هم وغوښتل چې د مدارسو او ښوونځيو سره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS