د غزني ولایت اوسېدونکو د پوهنې په برخه کې له ۱۸ مېلیونو افغانیو څخه ډېره مرسته کړې

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۵:۲
98598

د غزني ولایت پوهنې ریاست په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي؛ د یاد ولایت د اوسېدونکو په مالي ملاتړ سره، د ۱۴۰۴ کال په لومړیو نهو میاشتو کې یې د اجرستان، ناور او مالستان په ولسوالیو کې د ۱۸ مېلیونو افغانیو څخه په زیات لګښت اساسي ښوونیزې پروژې پلې کړې دي.
د هغوی د څرګندونو پر بنسټ، په دې درېیو ولسوالیو کې ۴ ښوونځي جوړ شوي، ۷ ښوونځي بیارغول شوي، ۲ دیني مدرسې نوې جوړې او ۱۵ بابه نورو ښوونځیو ته اداري تجهیزات وېشل شوي دي.
همدارنګه، په اجرستان ولسوالۍ کې، ۲ دیني مدرسې د ۱ مېلیون ۵۰ زره افغانیو په ارزښت جوړې او د شمیه شافي‌خیل دیني مدرسې لپاره یو جرېب ځمکه پېرل شوې ده.
په ناور ولسوالۍ کې، ۴ نوې ښوونځي د ۱۳ مېلیونه ۷۹۳ زره ۵۶۳ افغانیو په ارزښت جوړې شوي، ۳ نور ښوونځي بیارغول شوي او ۱۰ بابه ښوونځیو ته اداري تجهیزات وېشل شوي دي. 
په مالستان ولسوالۍ کې، ۴ ښوونځي بیارغول شوي او ۵ ښوونځیو ته اداري تجهیزات ورکړل شوي دي.
د پوهنې وزارت مشرتابه د پورته ذکر شویو پروژو پلي کول د خلکو او پوهنې وزارت ترمنځ د نږدې همکارۍ نښه ګڼي او د پوهنې په برخه کې د غزني ولایت علم‌پروره اوسېدونکو له دوامداره ملاتړ ستاینه کوي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۱۰
Background image

جوزجان ولایت کې د نږدې ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د یو ښوونځي درسي ټولګي ترمیم شول

د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار اړوند ینګي‌آریغ سیمې الحاقیې لېسې اووه درسي ټولګي، د سیمې د اوسېدونکو په مالي ملاتړ، د څه باندې ۱۸۰ زره افغانیو په لګښت ترمیم شوي دي.
د یاد ولایت پوهنې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۴
Background image

په هرات ولایت کې د څه باندې ۳ مېلیونه افغانیو په ارزښت د ۲ بابه ښوونځیو ترمیم چارې پیل شوې

د هرات ولایت گذره ولسوالۍ اړوند د کبیسه ښوونځي ترمیم او د زیرکوه ولسوالۍ د علي‌آباد ښوونځي په انګړ کې د څلورو درسي ټولګیو جوړولو پروژه په رسمي ډول پیل شوه.
دغه پروژې د یو همکار بنسټ په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۷ - ۱۱:۲
Background image

د ولایتونو له پوهنې څو لنډ خبرونه

لوګر
د لوګر ولایت محمد‌آغې ولسوالۍ اړوند د خواجه ویس بابا ښوونځي لپاره، د علم‌پالو اشخاصو له لوري د څه باندې ۳۰ زره افغانیو په لګښت د څښاک پاکو اوبو یو حلقه څاه وکیندل شو.

ارزګان
د. . .

BACK TO NEWS