د غزني ولایت د پوهنې ریاست د دریم او څلورمو خالی بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه
د پوهنې وزارت_غزنی: د غزني ولایت د پوهنې ریاست د ښوونیز بهیر او اداري سیستم د پیاوړتیا او سمبالښت په موخه د یاد ریاست اړوند په یوشمیر خالي بستونو کې د وړ او مناسبو اشخاصو د ګمارنې په موخه ازموینه واخیستل شوه!
د غزني ولایت د پوهنې ریاست د یاد ولایت په مرکز او اړوند ولسوالیو کې (۱۱) دریم او څلورم خالي بستونو لپاره له ۱۳۲ تنو څخه د پوهنې ریاست په انګړ کې ازموینه واخیستل شوه.
د پوهنې رئیس محب الرحمن انصار د یادي ازمویني د څارني ترڅنګ د ازمویني ګډونوالو ته ډاډ ورکړ همدا راز په شفافیت او ښایسته سالاري یي ټینګار وکړ او زیاته یي کړه چې یاده پروسه به دخپلي کړي ژمني سره سم د بشپړ بي طرفي او روڼتیا په فضا کې پای ته رسیږي ترڅو وړ او مناسب اشخاص د خپلي وړتیا پر بنسټ بریالي شي.
د یادوني وړ ده چې د یادي ازمویني لمړنۍ پایلي به د ټاکل شوي کمیټي له لوري په نیژدي راتلونکي کې اعلان شې.
