د غور پوهنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۲ - ۱۳:۱
د غور پوهنې ریاست کارکوونکو ته د وړتیا لوړونې سیمینار جوړ شو

د پوهنې وزارت، غور: د غورولایت د پوهنې ریاست ۱۰۰ تنو کارکوونکو لپاره د وړتیا لوړونې سیمینار د ياد رياست د مالي آمر او سرپرست الحاج عبدالحکيم غفوري، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو استازي او د ياد رياست د یو شمیر کارکوونکو په شتون کې جوړ شو.

د دې ښوونيز سيمينار په پيل کې د پوهنې رياست د عمومي زده کړو آمر الحاج فضل الحق نجات، د اداري اصلاحاتو د کميسيون له لوري د پوهنې رياست د کارکوونکو لپاره، د دې ښوونيز سيمينار له جوړولو خوښي څرګنده کړه.

په یاد ښوونيز سيمينار کې ښاغلي نجات د علم او پوهې پر اهميت او همدارنګه د ظرفيت لوړونې اړوند خبرې وکړې او د ياد رياست له ټولو کارکوونکو يې وغوښتل څو د پوهې په لاسته راوړلو او خپل وړتیا په لوړولو کې هڅه وکړي.

د ملکي خدمتونو د قانون او کارکوونکو د کارونو د ارزونې په موخه د نوې تګلارې جوړول، د ياد سيمينار له مهم موضوعات څخه و چې د اداري او ملکي خدمتونو د استازي له لوري وړاندې او بحث پرې و شو.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۵
Background image

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس بدخشان ولایت ته په رسمي سفر لاړ

د پوهنې وزارت د تشکیلاتو رئیس محترم مفتي عبدالحلیم حلیمي، چې د یو رسمي سفر په ترڅ کې بدخشان ولایت ته تللی، د یاد ولایت له  پوهنې رئیس محترم الحاج مولوي نصرت‌الله فیضاني سره وکتل او خبرې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۲۲
Background image

په غزني ولایت کې د شاوخوا یو میلیون افغانیو په لګښت یوه دیني مدرسه جوړېږي

 د غزني ولایت قره‌باغ ولسوالۍ اړوند په خاربلاق کلي کې د «بدرالشهدا» مدرسې بنسټ ډبره،
 د پوهنې مسوولینو او د سیمې اوسېدونکو په حضور کې کېښودل شوه.
یاده مدرسه د سیمې خلکو په مالي همکارۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۵:۱۰
Background image

د پکتیکا ولایت په یوه دیني مدرسه کې د درسي ټولګیو او کتابتون جوړولو چارې پیل شوې

د پکتیکا ولایت په بکخېل ولسوالۍ کې « د فیض المدارس حمیدیه دیني مدرسې» لپاره د درسي ټولګیو او یو کتابتون جوړولو کارونه پیل شوي، چې ارزښت یې ۳۵۰ زره افغانۍ دی او د سیمې د خلکو په مالي. . .

BACK TO NEWS