د فاریاب ولایت پوهنې ریاست کې لارښود غونډه جوړه شوه

د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي په مشرۍ د فاریاب ولایت پوهنې ریاست د مختلفو څانګو د رهبرۍ او چارواکو سره د یادې ادارې په ساینس مرکز سالون کې لارښود غونډه وشوه.
لومړی د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس په یوه وینا کې د یاد ولایت پوهنې ریاست د مرکزي برخې علمي غړو ته د دوی د دندو او مسئولیتونو په اړه معلومات وړاندې او د دندو د لایحې چوکاټ، د نصاب پلي کولو او د ښوونځیو د ادارو د ستونزو حل په اړه یې بحث او نظرونه تبادله کړل.
ورپسې د پوهنې ریاست د ښووني او روزنې آمر ښاغلي الحاج مفتي زاهد الله زاهد، د پوهنې وزارت پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د دې ادارې اصلي ستونزې د پوهنې وزارت د نصاب او د ښوونکو مسلکي پراختیا لوی رئیس سره شریکې او له پلاوي څخه یې وغوښتل چې د یادې ادارې د شته ستونزو په حل کې همکاري وکړي، چې د ستونزو حل لپاره یې د همکارۍ ژمنه وشوه.