د کابل ولایت پوهنې نوی رئیس معرفي شو

media-moe
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۵۲
asda\z

د پوهنې وزارت د کیفیت تضمین د معین محترم الحاج مولوي عبدالخالق صادق له خوا، د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د کابل ولایت پوهنې نوي رئیس په توګه په رسمي ډول د یادې ادارې کارکوونکو ته وروپېژندل شو.

په دې مراسمو کې د کابل ولایت پوهنې ریاست د چارواکو او منسوبینو سربېره، یو شمېر علماءکرامو، د کابل ولایت د څوارلس ګونو ولسوالیو پوهنې آمرینو او د خلکو استازو ګډون درلود.

په پیل کې د پوهنې وزارت محترم معین، د کابل ولایت د پوهنې پخواني رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني د صادقانه خدمتونو څخه د مننې ترڅنګ، د پوهنې نوي رئیس په توګه د محترم الحاج مولوي عبدالسلام شعیب د ټاکل کېدو مبارکي وویله او هغه ته یې د خپلو ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې د بریالیتوب او استقامت هیله وکړه.

نوموړی ټینګار وکړ چې په اوسنیو شرایطو کې د پوهنیز نظام پراختیا ژمنتیا، تخصص او د اړوندو ادارو ترمنځ بشپړې همغږۍ ته اړتیا لري.

ورپسې د یادې ادارې پخواني رئیس محترم الحاج مولوي عبدالحق حقاني مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د دې ادارې نوي رئیس ته یې مبارکي وویله او د پوهنې وزارت څخه یې د څو کلونو لپاره د دغه باور سپارلو له امله مننه وکړه.

د مراسمو په پای کې، د کابل ولایت پوهنې نوي رئیس هم د پوهنې وزارت د مشرتابه له باور څخه د مننې ترڅنګ ژمنه وکړه چې د تېرو تجربو او موجوده وړتیاوو څخه په استفادې سره به د کابل ولایت د زده‌کوونکو او ښوونکو د علمي او پوهنیز پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکي هڅې وکړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۹
Background image

مطبوعاتي بلنليک

د کابل ښار پوهنې ریاست په پام کې لري، چې د یو شمېر تعلیمي حوزو په همکارۍ، د زمري ۲۴مه «د فتحې ورځ» د رابیا لېسې په انګړ کې په شانداره مراسمو سره ونمانځي.
وخت: د پنجشنبې ورځ، د ۱۴۴۸/۲/۲۹. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۴۱
Background image

په هلمند ولایت کې شاوخوا ۳ زره تنه م/جاهدین ښوونځیو ته جذبېږي

د هلمند ولایت پوهنې ریاست له هغو ۲۸۵۰ تنو م/جاهدینو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیسته، کوم چې د اشغالګرو پر وړاندې د جهاد په لیکو کې د بوختیاوو له امله له زده‌کړو څخه پاتې شوي وو.
د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۵:۳۴
Background image

د پوهنې وزارت دوه تنه نوي رئیسان د يو لړ مراسمو په ترڅ کې رسما معرفي شول

د پوهنې وزارت په اسلامي زده کړو معینیت کې د مدارسو او دارالحفاظونو لوى ریاست تر چتر لاندې د دوو نویو ایجاد شویو ریاستونو (د مدارسو ریاست او د دارالحفاظونو ریاست) د رئیسانو د پېژندګلوي. . .

BACK TO NEWS