د قرارداد د پرېکړې خبرتیا د پوهنې وزارت
د پوهنې وزارت په پام کې لري، د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ ریاست د اړتیا وړ ۳۰ قلمه معلوماتي ټکنالوژۍ وسایلو د تدارک او پېرودلو پروژې د لومړي لاټ قرارداد، د ۵ میلیونه، ۴۷۰ زره او ۲۳۶ افغانیو په ارزښت، د ملګري فضلي سوداګریز شرکت ته ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي خپل شکایتونه د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو کاري ورځو پورې، له اړوندو دلایلو سره په لیکلي بڼه، د پوهنې وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې ده افغانان سیمې ته څېرمه، په محمد جان خان واټ کې موقعیت لري، وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د لاسلیک او عقد په معنا نه ده؛ تر هغه چې پورته یاد شوی مهلت بشپړ او ورپسې قانوني پړاوونه ترسره شوي نه وي، قرارداد به نه لاسلیک کېږي.
د پوهنې وزارت
د نشراتو او عامه اړیکو ریاست
