د لغمان د پوهنې ریاست اړوند د تودو سیمو ښوونځیو څلورنیم میاشتني ازموینو لړۍ پیل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۱۵ - ۱۴:۲۰
د لغمان د پوهنې ریاست اړوند د تودو سیمو ښوونځیو څلورنیم میاشتني ازموینو لړۍ پیل شوه

د پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان ولایت په تودو سیمو کې دزده کوونکو څلور نیم میاشتنۍ ازموینې بهیر د مرغومې په ۱۵ مه نیټه پیل شو.
د ازموینې د پیل په مراسمو کې د مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار سربیره، دپوهنې ریاست تدریسي مرستیال، محمد کریم رحیمي، قومې مشرانو ،دسلطان غازي بابا دښوونځي ښوونکو او لسګونو تنو زده کوونکو هم برخه درلوده.
دپوهنې ریاست تدریسي مرستیال محمد کریم رحیمي د پوهنې په روان بهیر او د تودو سیمو د ازموینې په هکله هر اړخیزې خبري وکړي،نوموړې وویل په لغمان ولایت کې د تودو سیمو ټول ۲۶۶ښوونځي دي چې نن د یو لک او اتیاه زره زده کوونکو څخه څلورنیم میاشتنې ازموینه اخیستل کیږي.
مرستیال والي الحاج شهزاده مظلوم یار غونډې ته د وینا په مهال وویل: ښوونځي، پوهنتونونه او په ټوله کې تعلیمي مرکزونه د فکري جوړېدنې او د هېواد د ابادۍ یوازیني مرکزونه دي، نو اړینه ده چې ښوونکي او استادان باید په دې برخه کې له نورو زده کړو ور ښوولو سره سره په ذهنیت جوړېدنې پراخ کار وکړي.
ښاغلي مظلوم یار وویل که په دغه لاره کې سر له همدا اوس نه هڅې او تلاشونه سم وي نو باوردی چې د روانو حالاتو او بدبختیو څخه به مو د نجات لاره موندلې وي.
هغه د پوهنې ریاست رهبرۍ ته لارښوونه وکړه، چې ذده کوونکو ته د ازموینې د ښه ترسره کیدو په اړه ټولې اسانتیاوې برابرې کړي.
نوموړي، ډاډ وښود چې د علمي مرکزونو د پیاوړتیا او اسانتیاوو برابرولو په برخه کې عملي ګامونه پورته کوي.
همدار راز د پوهنې ریاست د نظارت غړي،عبدالمتین مبشر د ولایتي ادارې څخه مننه وکړه چې تل یې پوهنې د پرمختګ لپاره هلی ځلی کړې،هغه زیاته کړه دوی وخت په وخت ښوونځیو ته ځي او د تدریسي بهیر له نږدي څاري.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS