د لغمان د پوهنې ریاست کارکوونکو  ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

media-moe
یکشنبه ۱۳۹۸/۶/۳۱ - ۱۲:۴۴
د لغمان د پوهنې ریاست کارکوونکو  ته د ظرفیت لوړونې ورکشاپ جوړ شو

پوهنې وزارت_لغمان: د لغمان د پوهنې ریاست ۲۵ تنو کارکونکو  ته د ظرفیت لوړونې دوه ورځني ورکشاپ جوړ شو.
یاد ورکشاپ د پوهنې وزارت د بشری سر چینو عمومی ریاست له خوا او لغمان پوهنې ریاست په همکاري جوړ شوی دی، چې د ولسوالیو دپوهنې امرینو او د معاشاتو او تشکیل کارکوونکو ته  د معاشاتو د اجرا او تشکیل په برخه کې روزنه ورکول کیزی. 
د لغمان د پوهنې رییس عبدالله حمیدی د یاد ورکشاپ د پیل پر مهال وویل، چې د دغه ورکشاپ د جوړولو موخه د کارکوونکو  وړتیا لوړول دي. هغه زیاته کړه، چې د خپل کلني کاري پلان له مخې د پوهنې کارکوونکو او ښوونکو د وړتیاوو لوړولو او روزنې ته خاصه پاملرنه کړې ده. 
د لغمان د پوهنې ریاست د روان کال له پیله خپلو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړولو لپاره ځانګړي روزنیز ورکشاپونه په لاره اچولي دي.
 

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS