د لغمان له پوهنې ریاست څخه خبرونه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۲/۱/۲۷ - ۹:۷
فشرده چند خبر از فعالیت های ریاست معارف ولایت لغمان

د لغمان پوهنې ریاست په دغه ولایت کې د یونیسف سیمه ییز دفتر په مالي مرسته د نویو زده کوونکو د جذبولو کمپاین پیل کړ.
 د دغه پروګرام د پرانیستلو په مراسمو کې د دغه ولايت د پوهنې د مسوولينو او د يادې شوې موسسې پر مسوولينو سربېره د خلکو استازو او قومي مخورو هم برخه اخيستې وه.
 ويناوالو د علم او پوهې پر اهميت خبرې وکړې او له خلکو یې وغوښتل چې خپل ماشومان ښوونځيو کې شامل کړي.

د لغمان ولایت د مهترلام ښار د پوهنې آمر قاري صدیق الله طارق او د تعلیمي څارنې مسلکي غړو د دغه ولایت د ډاکټر عبدالله لغماني او د نمبر ۲ تجربوي ښوونځیو د اداري او تدریسي چارو د څارنې پرمهال د يادو ښوونځيو له مديرانو او ښوونکو سره د تدریسي مسایلو په باب خبرې وکړې.

د قرغیو ولسوالۍ د پوهنې آمریت غړو د کاشمند لیسې او د صواتي منځني ښوونځي د ښوونکو تدریسي چارې، کمپیوتر خونو او له کتابتونونو څخه څارنه وکړه او د چارو د لا ښه والي په موخه یې د یادو دوو ښوونځیو له مسوولینو او ښوونکو سره مشورتي ناسته وکړه.


همدارنګه:
په لغمان ولایت کې د ابرار موسسې په ملاتړ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو د ۹ ټولګیو پر زده کوونکو کتابچې ووېشل شوې.

د دولت شاه ولسوالۍ د پوهنې او تعلیمي څارنې آمرینو د دغه ولایت د پوهنې ریاست د لارښوونو د عملي کولو په باب د دې ولسوالۍ د ټولو ښوونځیو او دیني مدارسو له مدیرانو سره خبرې وکړې.
همدارنګه:
 نوموړو غړو د همدې ولسوالۍ د دوو ښوونځيو له اداري او تدريسي چارو څخه هم څارنه او لیدنه وکړه.

د مهترلام ښار د تعلیمي څارنې آمر مولوي عبدالمتین مبشر له خپل مل پلاوي سره د روښان عالي لېسې، ډاکټر عبدالله، مهتر لمک او د تجربوي ښوونځيو اداري او تدریسي چارې وڅارلې او د زده کوونکو د زده کړې کچه یې هم وارزوله.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۴۵
Background image

د هلمند ولایت دیني مدارسو یو شمېر مهتممین د میتودیکي سیمینار له ګټو برخمن شول

د هلمند ولایت سنګین ولسوالۍ اړوند ۲۱ بابو دیني مدارسو لپاره د مهتممینو او مسئولینو په ګډون، د "مدارسو د کړنو قانون لا ښه تطبیق" تر سرلیک لاندې یو ورځنی سیمینار جوړ شو.
د یاد ولایت پوهنې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۲۳ - ۱۲:۳۹
Background image

په هرات ولایت کې د نږدې ۱۰۰۰ تنو راستنو شویو کډوالو ماشومانو د تعلیمي کچې ارزونه وشوه

د هرات ولایت پوهنې ریاست له لوري د هغو نږدې ۱۰۰۰ تنو کډوالو ماشومانو څخه چې تازه هېواد ته راستانه شوي، د تعلیمي سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي محمد. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۲ - ۱۲:۴۳
Background image

رسنیز بلنلیک

پوهنې وزارت په پام کې لري، چې «د رشتو پر بنسټ د کانکور ازموینې ځانګړي کولو» په اړه لارښود ورکشاپ، د یاد وزارت د اړوندو مرکزي او ولایتي ریاستونو ۲۴۰ تنو مسئولینو لپاره جوړ کړي.

وخت:. . .

BACK TO NEWS