د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو ښوونکو روزنه پیل شوه

media-moe
دوشنبه ۱۴۰۰/۹/۲۹ - ۱۲:۵۰
د لوګر د برکي برک ولسوالۍ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو ښوونکو روزنه پیل شوه

د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د سیمه ییزو او چټکو زده کړو ۶۷ نوېو ګومارل شوېو ښوونکو ته څوارلس ورځنۍ روزنه پیل شوه.  
دا روزنه د پوهنې ریاست په همغږۍ د ودان موسسې له خوا ورکول کېږي، چې ۴۸ نارینه ښوونکي او ۱۹ ښځینه ښوونکې په کې برخه لري. 
په دغه څوارلس ورځنیو زده کړو کې، ښوونکو ته د دوی د ظرفیت لوړونې په مؤخه د تدریس د نوېو لارو چارو په برخه کې مسلکي روزنه ورکول کېږي. 
 د لوګر د پوهنې ریاست، د یونیسف او ودان موسسو په مرسته، په برکي برک ولسوالۍ کې ۵۰ سیمه ییز او ۱۷ د چټکو زده کړو نوي ټولګي جوړ کړي دي. 
د نوموړو ټولګیو په جوړولو سره، له زده کړو ۲۲۰۰ بې برخو ماشومانو ته، چې ۱۸۵۹ یې نجونې او ۳۴۱ یې هلکان دي د زده کړو ویلو زمینه برابره شوې ده. 
یاد ټولګي، له لومړي ټولګي نیولې تر درېیم ټولګي پورې ټولګي لري، د رسمي ښوونځیو په څېر په کې تدریس کېږي، چې تر درېیم ټولګي وروسته زده کوونکي به یې په رسمي ښوونځیو کې جذب شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۵
Background image

د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کړنو او لاسته راوړنو اوونیز راپور

تېره اوونۍ د پوهنې وزارت د دعوت او ارشاد ریاست مسئولینو د کابل ښار د پینځمې، شپږمې او دیارلسمې ښوونیزو ناحیو اړوند ناهید شهید، محمد اسماعیل حسن‌زي، سردار محمد داود خان، نازو انا، بي پي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۲۰
Background image

د پنجشېر ولایت له پوهنې ریاست سره د ۸۰۰ ټوکه درسي کتابونو مرسته وشوه

د پنجشېر ولایت درې ولسوالۍ اړوند خواجه عبدالعزیزمنځني ښوونځي لپاره، د همدې ولسوالۍ د یو معارف‌دوست شخصیت حاجي میرویس بهزاد لخوا د ۵۰ زره افغانیو په لګښت درسي کتابونه برابر شوي دي.
د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۰:۰
Background image

په غور ولایت کې د ۳ولسوالیو پوهنې آمریتونو لپاره د نویو ودانیو بنسټ ډبره کېښودل شوه

د پوهنې وزارت له بودیجې څخه د ۱ میلیون او ۶۵۰ افغانیو په لګښت، د غور ولایت دولینه، پسابند او تیوره ولسوالیو پوهنې آمریتونو د نویو ودانیو بنسټ ډبره د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم الحاج. . .

BACK TO NEWS