د لوګر د ښوونځیو لپاره ۳۰۰ مسلکي رسمي ښوونکي ګومارل کېږي

media-moe
شنبه ۱۳۹۹/۹/۱ - ۱۳:۲۹
د لوګر د ښوونځیو لپاره ۳۰۰ مسلکي رسمي ښوونکي ګومارل کېږي

د پوهنې وزارت، لوګر: د لوګر په یو شمېر ښوونځیو کې د ۳۰۰ مسلکي او رسمي ښوونکو د ګومارنې په موخه د ښوونکو د کانکور ازموینې بهیر پیل شو.

د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې، د کانکور ازموینو د ملي ادارې د مؤظفې کمېټې ترڅنګ والي محمد اجمل شاه پور، د پوهنې سرپرست رئیس نثاراحمد سیدي، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د ولایتي ادارې آمر اجمل څاروان، د پوهنتون رئیس پوهنمل عبدالناصر ستانکزي او یو شمېر نورو محلي چارواکو برخه اخیستې وه.

د ښوونکو د کانکور یاده ازموینه د لوګر په عالي دارالمعلمین کې د کانکور ازموینو د ملي ادارې د مؤظفې کمېټې له خوا واخیستل شوه، چې پکې ۱۶۸۹ تنو ښځينه او نارینه وو ګډون کړي وو.

د نوموړو کسانو له ډلې ۳۰۰ بریالي کېدونکي د مسلکي رسمي ښوونکو په توګه ګومارل کېږي، چې شاوخوا ۷۵ به یې ښځینه ښوونکې وي.

د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي د یادې ازموینې د پیل په مراسمو کې وویل؛ چې د دغو ښوونکو په ګومارلو سره به د مسلکي ښوونکو د کمښت ستونزه په نسبي توګه هواره شي.

هغه زیاته کړه؛ د نوموړو ښوونکو د مقررېدو تر څنګ ۱۰۰۰ نورو مسلکي ښوونکو ته هم اړتیا شته، چې باید په ښوونځیو کې مقرر شي.

نوموړي هیله وښوده؛ چې د ښوونکو د استخدام پروسه به په شفافه توګه ترسره شي او هڅه کېږي، چې مسلکي کسان جذب کړي.

په لوګر کې دا مهال د نجونو او هلکانو ۲۷۳ ښوونځي شته، چې د ۵۰ زرو نجونو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۱:۳۵
Background image

د قرارداد د پرېکړې د پوهنې وزارت خبرتیا

د پوهنې وزارت په پام کې لري، چې د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د خدماتو ریاست د اړتیا وړ مېزونو او څوکیو د تولید په موخه د ۵۷ قلمه خامو موادو برابرولو او پېرلو قرارداد، د ۱۴ میلیونه، ۳۳۸ زره او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۹
Background image

په پنجشېر کې ښوونکو ته درسي مرستندویه توکي ووېشل شول

د یو همکار بنسټ له لوري په پنجشېر ولایت کې ښوونکو ته د ۶۷۱ زره او ۲۷۵ افغانیو په ارزښت د درسي مرستندویه توکو ۱۰۰ کڅوړې ورکړل شوې.
د یادې مرستې موخه د ښوونې او روزنې د بهیر ملاتړ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۵۷
Background image

په لوګر کې ۲۰۰ یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته درسي توکي ووېشل شول

د لوګر ولایت مرکز اړوند د حصارک لېسې ۲۰۰ تنو یتیمو او اړمنو زده‌کوونکو ته د یوه خیریه بنسټ له لوري درسي توکي ووېشل شول.
د یادې مرستې موخه د اړمنو او یتیمو زده‌کوونکو ملاتړ او زده‌کړو ته. . .

BACK TO NEWS