د لوګر د کانکور راتلونکې ازموینې ته ۳۴۰۰ تنو خپل نومونه ثبت کړي

media-moe
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۰/۴ - ۱۴:۴۹
د لوګر د کانکور راتلونکې ازموینې ته ۳۴۰۰ تنو خپل نومونه ثبت کړي

د پوهنې وزارت_لوګر: په لوګر ولایت کې د ۳۶۰ نجونو په ګډون ۳۴۰۰ تنو د کانکور راتلونکې ازموینې ته خپل نومونه لیکلي دي.
په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي، د مالي چارو آمر وزیر احمد مهمند د نتایجو او شهادتنامو مدیر عبدالباسط عابد برخه اخیستې وه.
سږ کال له شاوخوا ۷۰ لېسو نه د ۵۲۳ نجونو په ګډون ۴۱۲۴ زده کوونکي له دولسمو ټولګیو څخه فارغ شوي دي.
د فارغو شویو له منځه د ۳۶۰ نجونو په ګډون ۳۴۰۰ تنو د کانکور ازموینې ته د ګډون فورمې ډکې کړې دي.
د نوموړو داوطلبانو له ډلې ۳۱۰۰ د سږ کال د دولسمو ټولګیو فارغین او پاتې ۳۰۰ نور یې د تېرو کلونو متفرقه دي.
د لوګر د پوهنې سرپرست رئیس نثار احمد سیدي وایي، چې ډېر ژر به د کانکور ازموینې ګډونوالو ته روزنیز پروګرامونه جوړ کړي.
د پوهنې سرپرست رئیس د کانکور ازموینې له ټولو ګډونوالو د درسي کتابونو د بیا مطالعې او د درسونو د تکرار غوښتنه وکړه.
د یادونې وړده،چې تېر کال د لوګر د کانکور ازموینې ته د ۲۵۰ نجونو په ګډون ۳۰۲۰ تنو خپل نومونه ثبت کړي وو.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS