د لوګر د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

media-moe
پنجشنبه ۱۳۹۸/۵/۱۰ - ۱۱:۱۸
د لوګر د یوه ښوونځي د زده کوونکو تر منځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پوهنې وزارت ـ لوګر:  د لوګر مرکز پل علم اړوند د کلنګار جهادي د هلکانو لېسې د زده کوونکو ترمنځ د فوټسال ۲۸ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو په پای غونډه کې د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال، د بدنې روزنې مدیر نثاراحمد نوري، ښوونکو او زده کوونکو برخه لرله. 
دغه سیالۍ د پوهنې ریاست د بدنې روزنې مدیریت له خوا په لاره اچول شوې وې، چې موخه یې د غوره لوبډلو معلومول او ټاکل وو.
په دغو سیالیو کې د یادې لېسې د فوټسال ۸ ټیمونو او ۹۶ لوبغاړو برخه درلوده، چې ۲۸ سیالۍ یې په خپلو منځونو کې ترسره کړې. 
د فوټسال په یادو سیالیو کې لومړی مقام د شاهین ،دویم مقام د عقابان او درېیم مقام د قهرمانانو لوبډلو ګټلي دي. 
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال وایي، چې د دغو لوبو لپاره یې  پوره ورزشي اسانتیاوې برابرې کړې وې او ټولې لوبې په ډېره ښه او آرامه فضا کې ترسره شوې.
د پوهنې رئیس زیاته کړه، چې د لوګر په ښوونځیو کې ورزش ډېره وده کړې ده او زده کوونکو ته د لوبو یو لړ اسانتیاوې هم برابرې شوې دي. 
د یادې غونډې په پای کې د پوهنې ریاست له خوا  د لوبې ګټونکو لوبغاړو ته مډالونه، کپونه،ستاینلیکونه او نورې جایزې ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۹
Background image

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته کلورین ګولۍ ولېږل شوې

پوهنې وزارت، د زده‌کوونکو د څښاک اوبو تصفیې او پاکولو په موخه د کلورین یو میلیون او اووه سوه زره (۱,۷۰۰,۰۰۰) ګولۍ د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست ته وسپارلې، ترڅو زده‌کوونکي له هغو ناروغیو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۷
Background image

پکتیکا ولایت کې د ښوونکو څه د پاسه۴۰۰ خالي بستونه اعلان ته وسپارل شول

د پکتیکا ولایت پوهنې ریاست د مرکز او ولسوالیو اړوندو ښوونځیو لپاره د ښوونکو ۴۲۸ خالي بستونه اعلان ته وسپارل.
د یاد ولایت پوهنې رئیس محترم مولوي عبدالوکیل خالد وایي: د ښوونکو د خالي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې مېزونه او څوکۍ ترمیم شوې

د کابل ښار د ابراهیم خلیل‌الله عالي لېسې ۷۸ پایې غیر فعال مېزونه او څوکۍ د پوهنې له بودیجې څخه د ۲۳ زره او ۴۰۰ افغانیو په لګښت ترمیم او بېرته د زده‌کوونکو د استفادې لپاره چمتو شوې.
د. . .

BACK TO NEWS