د لوګر له دوو ښوونیزو مرکزونو سره د ځمکې مرسته وشوه

media-moe
دوشنبه ۱۳۹۸/۸/۶ - ۱۱:۵۴
د لوګر له دوو ښوونیزو مرکزونو سره د ځمکې مرسته وشوه

د پوهنې وزارت_لوګر: د لوګر د ازرې ولسوالۍ دوو قومونو له دوو ښوونیزو مرکزونو سره د ودانیو جوړېدو په موخه د ځمکې مرسته وکړه.
د ځمکې دغه مرسته د عزیزالمدارس له دیني مدرسې او دغه راز د دارالمعلمین له حمایوي څانګې سره شوې ده.
د عزیزالمدارس دینې مدرسې ته ۲۸۵۰ مترمربع ځمکه د فتح خیلو قوم او د دارالمعلمین حمایوي څانګې ته ۳۲۰۰ متر مربع ځمکه د اکبر خیلو قوم کړې ده.
دغه دواړو ښوونیز مرکزونه ودانۍ نه لري،چې زده کوونکي یې د کلیوالو له خوا په ورکړل شویو شخصي کورونو کې زده کړې کوي.
د لوګر د پوهنې رئیس عبدالوکیل کلیوال له نوموړو ښوونیزو مرکزونو سره د یادو قومونو د ځمکې د مرستې ستاینه وکړه.
هغه وویل،چې یادو ښوونیزمرکزونو ته د ودانیو جوړېدو پروژې منظورې شوي،چې په راتلونکو ورځو کې به یې عملي چارې پیل شي.
د یادونې وړده، چې د لوګر اوسېدونکو له دې مخکې هم ښوونځیو ته د ودانیو جوړېدو لپاره د ځمکو مرستې کړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۴۵
Background image

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې محترم معین د کابل ښار له عبدالهادي داوي لېسې څخه لیدنه وکړه

د پوهنې وزارت د ښوونې او روزنې معین محترم شیخ عبدالمالک حقاني د تخنیکي ټیم په ملتیا د کابل ښار نهمې ښوونیزې ناحیې اړوند له عبدالهادي داوي عالي لېسې څخه څارنه وکړه.
په یاده لیدنه کې د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۳۲
Background image

د غزني ولایت په مقر ولسوالۍ کې د یوې نوې مدرسې د ودانۍ بنسټ ډبره کېښودل شوه

د غزني ولایت مقر ولسوالۍ اړوند د «نجم المدارس دیني مدرسې» د نوې ودانۍ بنسټ ډبره د یوې غونډې په ترڅ کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ چې د نږدې یو میلیون افغانیو په لګښت د سیمې د خلکو او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۰ - ۱۱:۲۶
Background image

په زابل ولایت کې د یوه ښوونځي لپاره نوې ودانۍ جوړېږي

د زابل ولایت خاک افغان ولسوالۍ اړوند د «علي‌داد» لومړني ښوونځي د نوې ودانۍ بنسټ ډبره، د یاد ولایت پوهنې مسوولینو له لوري په وقف شوې ۲ جرېبه ځمکه کې کېښودل شوه.
یاده ودانۍ د سیمې د خلکو. . .

BACK TO NEWS