د لوګر ولايت په ۳ بابه ښوونځيو کې څو پروژې پيل شوې

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲ - ۱۱:۴
111

د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ په ۳ بابه ښوونځيو کې يو شمېر پروژې، چې پکې د احاطوي دېوالونو جوړول، د اوبو د څو څاګانو کیندل، د اوبو رسولو د شبکو فعالول، د برېښنا د سولر تختو نصبول او د يو شمېر نورو اړينو ملحقاتو جوړول شامل دي، پیل شوې.

د يادو پروژو عملي چارې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې چې پکې د لوګر ولایت پوهنې ریاست مسئولینو، قومي مخورو، دیني علماوو، د ملکي او نظامي ادارو چارواکو، د همکارو بنسټونو استازو، ښوونکو او زده کوونکو ګډون کړی وو، پیل شوې.

د دغه پروژو ټوليز لګښت ۱۵ ميلیونه افغانۍ اټکل شوی، چې د یاد ولایت د پوهنې مسئولینو په وینا، د یو همکار بنسټ د ساحوي دفتر له لوري ورکول کېږي.

د لوګر ولايت پوهنې رئيس د ياد مرسته کوونکي بنسټ له همکاريو څخه د مننې په ترڅ کې وويل : د دغه پروژو کارونه به په دريو مياشتو کې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي.

د يادونې وړ ده، چې د پروژو په بشپړېدو سره به د يادو ښوونځيو ۲ زره زده کوونکو ته لازمې آسانتياوې او مناسب ښوونيز چاپېريال برابر شي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
Background image

د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۴
Background image

په نیمروز کې د ښوونځیو شوراګانو غړو ته د وړتیا لوړونې دوه ورځنۍ برنامه جوړه شوه

د نیمروز ولایت مرکز زرنج ښار او کنگ ولسوالۍ د ښوونځیو شوراګانو ۴۱ غړو ته د وړتیا لوړونې په موخه دوه ورځنۍ روزنیزه برنامه جوړه شوه٠
په ياده برنامه کې د ښوونیزو شوراګانو غړو د دندو او. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۳۲
Background image

په کابل ښار کې له ۳۵۰ راستنېدونکو ماشومانو څخه د سويې د تثبيت ازموینه واخیستل شوه

د کابل ښار پوهنې ریاست لخوا له ۳۵۰ راستنېدونکو افغان کډوالو ماشومانو څخه د سویې د تثبیت ازموینه واخیستل شوه.
یاده ازموینه په شفاف او عادلانه ډول ترسره او ټاکل شوې چې دغه ماشومان د خپلو. . .

BACK TO NEWS