د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول
د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت یو شمېر مسوولینو، د کابل ښار پوهنې رئیس، د ساینس مرکز رئیس او د وزارت ځينې نورو مرکزي رٸيسانو ګډون درلود.
لومړى د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس، محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د موضوع پر اهمیت خبرې وکړې.
نوموړي وویل:" د لابراتواري او ښوونیزو موادو له وېش اساسي موخه د عملي او تطبیقي زدهکړو د بهیر پیاوړتیا او د ښوونیز کیفیت لوړول دي.
ښاغلي ایوبي صاحب له مدرسینو، ښوونکو او زدهکوونکو وغوښتل چې د ښوونیز کیفیت لا ښه والي لپاره جدي هڅې وکړي، څو د ملک راتلونکي نسلونه په بېلابېلو برخو کې د علمي او مسلکي وړتیاوو له پلوه پیاوړي او پر ځان بسیا شي.
همداراز د پوهنې وزارت مسوولینو وویل چې په دغه ، پړاو کې د بلخ، فارياب، سرپل، جوزجان، سمنګان، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، باميان او دايکنډي ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري وسایلو او تعلیمي موادو وېش شامل دى.
د یادونې وړ ده چې په وېشل شویو توکو کې د ریاضي کیټونه، د بیولوژي ماډلونه، د ساینس او ریاضي چارټونه، ښوونیزې سيډيګانې، المارۍ، د تجربو لارښود کتابونه او د کیمیا، ریاضي او کمپیوټر اړوند یو شمېر نور ښوونیز او لابراتواري مواد شامل دي.
غونډه د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیبالله صاحبزاده له لوري په مبارکې دعاٸیې سره پای ته ورسېده.
