د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري او ښوونیز توکي ووېشل شول

media-moe
Wed, Oct 07 2026 2:36 PM
546554

د پوهنې وزارت د ساینس مرکز ریاست له لوري، د یو شمېر ولایتونو پوهنې ریاستونو ته لابراتواري وسایل، ښوونیز مواد او اړین توکي ووېشل شول.
د يادو توکو د وېش په موخه جوړه شوې غونډه کې د پوهنې وزارت یو شمېر مسوولینو، د کابل ښار پوهنې رئیس، د ساینس مرکز رئیس او د وزارت ځينې نورو مرکزي رٸيسانو ګډون درلود.
لومړى د پوهنې وزارت د ښوونیز نصاب او د ښوونکو د مسلکي پراختیا لوی رئیس، محترم الحاج مولوي اول ګل ایوبي، ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د موضوع پر اهمیت خبرې وکړې. 
نوموړي وویل:" د لابراتواري او ښوونیزو موادو له وېش اساسي موخه د عملي او تطبیقي زده‌کړو د بهیر پیاوړتیا او د ښوونیز کیفیت لوړول دي.
ښاغلي ایوبي صاحب له مدرسینو، ښوونکو او زده‌کوونکو وغوښتل چې د ښوونیز کیفیت لا ښه والي لپاره جدي هڅې وکړي، څو د ملک راتلونکي نسلونه په بېلابېلو برخو کې د علمي او مسلکي وړتیاوو له پلوه پیاوړي او پر ځان بسیا شي.
همداراز د پوهنې وزارت مسوولینو وویل چې په  دغه ، پړاو کې د بلخ، فارياب، سرپل، جوزجان، سمنګان، بدخشان، تخار، کندوز، بغلان، باميان او دايکنډي ولایتونو پوهنې ریاستونو ته د لابراتواري وسایلو او تعلیمي موادو وېش شامل دى.
د یادونې وړ ده چې په وېشل شویو توکو کې د ریاضي کیټونه، د بیولوژي ماډلونه، د ساینس او ریاضي چارټونه، ښوونیزې سي‌ډي‌ګانې، المارۍ، د تجربو لارښود کتابونه او د کیمیا، ریاضي او کمپیوټر اړوند یو شمېر نور ښوونیز او لابراتواري مواد شامل دي.
غونډه د کابل ښار د پوهنې رئیس محترم مولوي حسیب‌الله صاحبزاده له لوري په مبارکې دعاٸیې سره پای ته ورسېده.

Latest news

Tue, Oct 06 2026 1:56 PM
Background image

Achievements of the Ministry of Education in the Construction and Rehabilitation of Educational Centers

New Buildings Constructed for 1,368 Schools and Madrasas, With 4,160 Others Renovated Over Five Years

Over the past five years, new buildings have been constructed for 1,368 schools. . .

Mon, Sep 28 2026 11:09 AM
Background image

Minister of Education Arrives in Helmand on an Official Visit

The Honorable Alhaj Mawlawi Habibullah Agha, Minister of Education of the Islamic Emirate of Afghanistan, accompanied by a delegation, arrived in Helmand Province on an official visit. . .

BACK TO NEWS