د لوګر ولایت اړوند سیمه کې د یو باب ښوونځي نوې ودانۍ پرانیستل شوه

media-moe
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳ - ۹:۴۸
غعهخ

د لوګر ولایت بره‌کي برک ولسوالۍ اړوند د شاه مزار کلي د شهید محمد انور لومړني ښوونځي نوې ودانۍ، د پوهنې مسئولینو، علماءکرامو، قومي مخورو، ښوونکو او زده‌کوونکو په ګډون د یوې غونډې په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د یاد ولایت پوهنې رئیس مولوي ګل ولي متقي په وینا، د دغه ښوونځي ودانۍ د شاوخوا ۳ میلیونه افغانیو په لګښت او د یوه خیریه بنسټ په مالي مرسته په اساسي او معیاري ډول جوړه شوې ده.
یاده ودانۍ ۷ درسي ټولګي، یوه اداري خونه، دفتري تجهیزات، لوبغالی، د زده‌کوونکو لپاره ۱۰۰ پایې مېزونه او څوکۍ، تشنابونه او احاطوي دېوال لري.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۹
Background image

د پوهنې وزیر په رسمي سفر هلمند ولایت ته ورسېد

د پوهنې وزیر محترم الحاج مولوي حبیب‌الله آغا او ورسره مل پلاوی هلمند ولایت ته لاړ او هلته یې د یاد ولایت له والي محترم الحاج مولوي امان‌الدین منصور سره وکتل.
د هلمند والي د پوهنې له. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۷
Background image

په غزني کې د یو شمېر ښوونکو او سرښوونکو لپاره د وړتیا لوړونې برنامه پیل شوه

د غزني ولایت د ګیرو، اندړو او زنخان ولسوالیو د ښوونځیو ۱۲۰ تنو مدیرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته د «اغېزمنه ښوونه او زده‌کړه» تر سرلیک لاندې د درې ورځنیو روزنیزو برنامو دویم پړاو پیل شو.
پ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۳
Background image

په میدان وردګ کې د یوه ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

د میدان وردګ ولایت مرکز بهسود ولسوالۍ اړوند بهرام ممرک لومړني ښوونځي لپاره د شاوخوا ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت د نوې ودانۍ جوړولو چارې د روان کال د وږي میاشتې په ۳۱مه نېټه پیل شوې.
د یادې. . .

BACK TO NEWS